د خیبر پښتونخوا د کوز او بر جنوبي وزیرستان انتظامیو د پوځي قافلو د امنیت په موخه په یوشمېر سیمو کې ګرځبندیز (کرفیو) لګولی دی.
د بر جنوبي وزیرستان د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) دفتر د نومبر پر ۳۰مه په بیان کې ویلي دي چې د پوځيانو د تګ راتګ له وجې یې په مکین، لدا، سره راغه (سراروغه) او تیارزه کې د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د سهار له پینځو څخه د ماښام تر شپږو پورې ګرځبندیز لګولی دی.
تر دې یوه ورځ مخکې د کوز جنوبي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) په یو فرمان کې ویلي ول چې د پوځي کاروانونو د لېږد پر مهال د شکۍ تحصیل په اینځرچینه او څانګه سیمو کې د نومبر له ۳۰مې څخه د ډېسېمبر تر دویمې پورې ګرځبندیز لګوي.
د هغو سیمو اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي دي چې د انتظامیې د ګرځبندیز لګول یې ورځنی ژوند ګرانوي.