د اوکراین اېتلافيانو د روسیې د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته له هغه هېواد سره د "قوي" تضمینونو ژمنه کړې ده.
د جنورۍ پر شپږمه له ۳۰ څخه د زیاتو لويديزو هېوادونو ډلې، چې د "رضاکارانو اېتلاف" په نوم یادېږي، موافقه وکړه چې له روسیې سره د جګړې پای ته رسېدو وروسته به د اوکراين لپاره "سیاسي او د قانون پابند ضمانتونه" باوري کوي.
هغه اېتلاف په پاریس کې د اوکرایني د ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي او د امريکايې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مهمو مرکچيانو په موجودګۍ کې د خبرو پر مهال وویل، د کییف "د ځان د دفاع وړتیا خورا مهمه ده" چې ورسره د هغه هېواد او اروپا دواړو امنیت باوري شي.
دا تر اوسه د اوکراین د متحدانو تر ټولو واضح بیان دی چې پکې راغلي چې که د مسکو او کييف ترمينځ د سولې تړون وشي نو هغوی به د اوکراینیانو د خوندي کولو لپاره ورسره پوځي مرسته کوي.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړ. له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ځواکونو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي. روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي.
په همدې حال کې د جګړې ختمولو لپاره د سولې خبرې هم روانې دي چې لا یې نتیجه نه ده ورکړې.