د بلوڅانو یووالي کمېټي (بلوچ یکجهتي کمېټۍ) ویلي دي په وروستیو کې ورته د فعالیت لپاره حالات دومره سخت شوي دي چې د ورکو او نیول شویو بلوڅانو لپاره د غږ پورته کولو اجازه هم نه ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د کمېټۍ غړو او مدني فعالانو د اکتوبر ۲۰مه د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کوله، خو پولیسو یې مخه ونیوله او ګڼ احتجاجیان یې ونیول.
د کمېټۍ مرستیال مشر عبدالوهاب بلوڅ مشال راډیو ته وویل چې په تېرو څو ورځو کې یې یوازې په کراچۍ کې تر ۲۰ زیات بلوڅ فعالان پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) نیولي او اوس "سوله ییز احتجاج ته هم نه پرېښوول" کېږي.
د کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوڅې د اکتوبر پر ۲۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې د احتجاجیانو نیول غندلي دي او د سیند حکومت، پولیس او د استخباراتي ادارو کارکوونکي یې پر هغوی په تشدد کولو تورن کړي دي.
د سیند حکومت لا د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ د مخکښانو د دعوو او تورونو په ځواب کې څه نه دي ویلي خو د کراچۍ د ارټېلري میدان تاڼېدار سجاد علي د اکتوبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې د بلوڅانو یووالي کمېټۍ د احتجاج لپاره د سیند له حکومته اجازه نه وه اخیستې نو ځکه یې مخه ونیوله.
د بلوڅانو د یووالي کمېټي د ورکو بلوڅانو د موندلو او د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوي او اکثر لاریونونه، غونډې او ناستې تنظیموي.
د هغې کمېټۍ غړي او پلویان په دې ډول فعالیتونو هڅه کوي چې د بلوڅانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، جبري بې درکیو او د هغوی د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د هواري لپاره غږ پورته کوي.
په وروستیو کې په سیند او بلوچستان کې د هغې کمېټۍ د غړو، مخکښو مشرانو او پلویانو د نیولو او ورباندې محدودیتونه زیات شوي دي. د بلوچستان حکومت په سېپټېمبر کې د سیاستوالانو، بشري حقونو فعالانو، پوهنتون استادانو او زده کوونکو په ګډون له ۳۰۰ څخه زیات کسان، چې ډېری یې د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ غړي ول، د بندیزونو په تور لېسټ کې واچول.
داراز، چارواکو د اکتوبر پر اوومه د کمېټۍ مشره ماه رنګ بلوڅه د کراچۍ له هوايي ډګره امریکا ته له سفر کولو وګرځوله او له هېواده د بهر وتلو اجازه یې ور نه کړه.
بلوڅې وویل چې چې چارواکو ترې پاسپورټ اخیستی او په خبره یې چې، حکومت په دې ډول کارونو د بلوڅانو د اواز غلي کولو هڅه کوي.
په عین حال کې احتجاجیان وايي چې په کراچۍ کې په وروستیو کې پر چینایانو تر حملې وروسته د بلوڅ زده کوونکو ګرفتارۍ پیل شوې دي.
د اکتوبر پر شپږمه شپې ناوخته د کراچۍ له هوایي ډګر سره نېږدې د چینایانو پر یوه قافله ځانمرګی برید شوی وو چې پکې د دوو چینایانو په ګډون درې کسان وژل شوي او ۱۷ ژوبل شوي ول. د پاکستان د مالي چارو وزیر محمد اورنګزېب وروسته وویل چې وژل شوي چينايي وګړي "ډېر مهم انجینران" ول.
بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د هغه بريد ذمه واري منلې وه.
د چین سفارت تر حملې وروسته په خپل بیان کې له اسلام اباده غوښتي ول چې د چینايي وګړو امنیت دې وساتي او بریدګرو ته دې سخته سزا ورکړي.
د بلوڅانو د یووالي کمېټي او د بشري حقونو یوشمېر نور کورنۍ او بهرني سازمانونه وايي چې په تېرو کلونو کې د بلوڅ زده کوونکو د نیولو او د هغوی د جبري بې درکیو پېښې په زیاتېدو دي.
البته په پاکستان کې د جبري بې درکیو مسله څو لسیزې سابقه لري. هلته د بشري حقونو فعالان او د بې درکه کسانو خپلوان د امنیتي او استخباراتي ادارې په جبري بې درکیو تورنوي او ادعا کوي چې ځینې کسان يې په "جعلي نښتو" کې وژل شوي هم دي.
د پاکستان پوځ هغه تور ردوي خو دا هم وايي چې ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، اصلاً له وسلوالو ډلو سره یوځای شوي دي. اخوا وفاقي حکومت په بیا بیا د هغې ستونزې د هوارولوژمنه کړې ده.
په هغه هېواد کې په جبري ورکو شویو د قضيو په اړه کارکوونکی حکومتي کمېشن وايي چې د روان ۲۰۲۴ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۱۹۷ نوې قضيې ثبت کړې وې.
په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ شوي کمېشن د جولای پر لومړۍ نېټه په راپور کې وویل چې تر اوسه یې د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د ۱۰،۲۸۵ جبري لادرکيو قضیې ثبت کړې دي. د کمېشن په وینا، له هغو څخه یې ۸،۰۱۵ قضیې هوارې شوي او نورې لا پاتې دي.