د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن: پر اوکراین د پوتین یرغل د "خپل اصلي هدف" په ترلاسه کولو کې "ناکامه" شوی دی


بایډن د سېپټېمبر پر ۲۴مه د ملګرو ملتونو عمومي جرګې غونډې ته وینا کوي.
بایډن د سېپټېمبر پر ۲۴مه د ملګرو ملتونو عمومي جرګې غونډې ته وینا کوي.

امریکايي ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې غونډې ته په یو سخت پیغام کې ویللي دي چې پر اوکراین د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین حمله د "خپل اصلي هدف" په ترلاسه کولو کې "ناکامه شوې" ده.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۴مه د عمومي اسمبلۍ له غړو هېوادونو څخه وغوښتل چې د کیيف ملاتړ ته دوام ورکړي.

بایډن د ولسمشر په توګه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو هغې لویې غونډې ته په خپله وروستۍ وینا کې وویل چې پوتین "د اوکراین په ویجاړولو پیل کړی، خو اوکراین لا هم ازاد دی."

نوموړي زياته کړه، "نړۍ باید انتخاب وکړي چې ایا د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي او يا له هغه تېري څخه مخ اړوي. زما ځواب دا دی چې موږ به د اوکراین ملاتړ نه پرېږدو."

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي، چې د بایډن د وینا پر مهال په تالار کې له نورو مشرانو سره ناست وو، لا مخکې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته غوښتل شوی وو چې پر خپل هېواد د روسیې د بریدونو په اړه بحث وکړي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او په وروستیو میاشتو کې یې پر هغه هېواد بریدونه زیات کړي دي.

په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې د دواړو خواوو لسګونه زره سرتېري وژل شوي او لکونه ولسي وګړي بې کوره او کډوال شوي دي.

د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون یوشمېر هېوادونو پر اوکراین د حملې له کبله پر روسیې پراخ بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG