د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د یوې مارټر مرمۍ (ګولۍ) په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او یو ژوبل دی.
د باجوړ پولیسو د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې د نومبر پر ۲۶مه د خار په جنت شاه کلي کې ناچاودلې هاوان مرمۍ وچاودېده او لارویانو ته یې مرګژوبله واړوله.
د پولیسو ویاند محمد اسرار په بیان کې ویلي چې د خار په جنت شاه، لره بانډه، رشکۍ او ځینو نورو سیمو کې هم ځمکلاندې بمونه او ناچاودلې مرمۍ پرتې دي چې پاکول یې وخت غواړي.
نوموړی زیاتوي چې د پولیسو د ماینونو پاکوونکې ډله هڅه کوي چې سیمه ژر له بمونو پاکه کړي.
جنت شاه یو له هغو شاوخوا ۵۰ کلیو څخه یو دی چې د پاکستان پوځ پکې د روان کال په اوړي کې د وسلوالو پرضد عملیات وکړل. د عملیاتو له وجې له هغو کلیو څخه تر ۱۰۰،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي ول.
د باجوړ انتظامیې د نومبر له ۱۹مې څخه د جنت شاه په ګډون شپږو کلیو ته د بې کوره خلکو د ستنېدو بهیر پیل کړ. چارواکي وايي، تر اوسه د ۴۴ کلیو اوسېدونکي خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د ناامنیو او پوځي عملیاتو پر مهال د صوبې په بېلابېلو برخو کې ځمکلاندې بمونه او ناچاودلې مرمۍ پاتې شوې دي چې چاودنې یې اکثر مرګژوبله اړوي.
د نومبر پر ۲۴مه د بر جنوبي وزیرستان په منتوی کې د ځمکلاندې بم چاودنې یو ۱۲ کلن ماشوم وواژه.
په تېرو کلونو کې د جنوبي وزیرستان او نورو ضلعو اوسېدونکو څو ځلې مظاهرې کړې دي او له چارواکو یې د ماینونو پاکولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان پوځ په تېرو کلونو کې په بیا بیا ویلي دي چې په یوشمېر سیمو کې یې د ځمکلاندې بمونو پاکولو چارو ته دوام ورکړی دی.
دا لا معلومه نه ده چې د ځمکلاندې بمونو پاکولو بهیر څومره سلنه بشپړ شوی دی خو پوځ د ۲۰۲۱ز کال په پای کې خبریالانو ته ویلي ول "د جنوبي وزیرستان په ګډون یې په قبایلي ضلعو کې ۴۸،۰۰۰۰ ماینونه پاک" کړي دي.