د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ۳۳ مېلیونه خلک د شکر په ناروغۍ اخته دي


یوه ښځه د شکر ناروغۍ درملنې دواګانې ښيي - پخوانی انځور.
یوه ښځه د شکر ناروغۍ درملنې دواګانې ښيي - پخوانی انځور.

په پاکستان کې د اېنډوکراین سوسایټۍ په نوم یوې ناحکومتي ټولنې ویلي دي چې په هغه هېواد کې ۳۳ مېلیونه وګړي په شکر (شوګر یا ذیابطیس) ناروغۍ اخته دي.

په انساني وجود کې د اېنډوکراین نظام د بېلابېلو رطوبتونو د اخراج او فعالیتونو دنده ترسره کوي او د اېنډوکراین سوسایټۍ په نوم ټولنه په هغه هېواد کې د شکر ناروغۍ په اړه پوهاوی خپروي.

د هغې ټولنې له تازه معلوماتو سره سم، له ۲۰۱۹ز کال څخه تر ۲۰۲۳ز کاله په پاکستان کې د شوګر ناروغانو شمېر ۷۰ سلنه زیات شوی دی او په تېرو کلونو کې ورڅخه ۴۰۰،۰۰۰ کسان مړه شوي هم دي.

د ټولنې چارواکو د جولای پر ۲۲مه په پېښور کې په غونډه کې په شوګر د اخته ناروغانو د درملنې لپاره ډاکترانو ته لارښوونې وکړې چې د ټولنې په وینا، په عملي کېدو یې په کم لګښت او ښه ډول د ناروغۍ درملنه کېدای شي.

د ټولنې مشر ډاکټر ابرار احمد مشال راډیو ته وویل چې لارښوونې یې له نړیوالو معیارونو سره سمې او د څېړنو په رڼا کې تیارې کړې دي. ''په دنیا کې پاکستان د شوګر د زیاتو نارغانو لرونکو ملکونو په قطار کې پر درېیم نمبر دی. دلته غریبي هم زیاته ده. موږ کوشش کوو چې ناروغانو ته مناسبه دوایي ورکړل شي او د شوګر شرح کمه شي.''

نوموړي زياته کړه، ټولنه یې غواړي چې ډاکټران د شوګر ناروغان د لارښوونو له مخې درملنې ته وهڅوي.

د مردان اوسېدونکی عمران يونس چې له څلورو کلونو راهیسې په شکر اخته دی، مشال راډيو ته وويل چې له درملنې مطمین دی خو د دوایانو نرخونه یې له وسه بهر دي. ''د شوګر د ختمېدو دوایي نه شته خو د کنټرول دوایانې یې خورم.ګرانې دي او مستقل یې خوړل یې په کار وي.''

د غونډې یو برخوال ډاکټر فهیم الله مشال راډیو ته وویل، که پر هغو لارښوونو عمل وشي نو مریضان به ډېرو دواګانو اخیستو ته اړ نه وي.

هغه وویل په لارښوونو کې مریض ته د بېلابېلو ورزشونو سپارښتنه هم شامله ده. ''د دې لارښوونو ګټه زیاته ده. مثلاً که یو ناروغ د زړه تکلیف او [د وینې لوړ فشار] لري نو داسې ګولۍ شته چې د درېواړو لپاره ښه دي. بل ځینې ورزشونه هم شته چې د ناروغۍ په قابو کولو کې مرسته کولی شي.''

شوګر په بدن کې د اېنسولین په نوم د یو رطوبت کمښت یا په کافي او سم ډول د نه پیدا کېدو له کبله پیدا کېږي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) په وینا، په نړۍ کې شاوخوا ۴۵۰ مېلیونه تنه په شکر اخته دي چې زیاتره یې د بې وزله او یا مخ پر ودې هېوادونو اوسېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG