د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سوداګرو د ټیکس زیاتېدو له وجې پاکستان ته د مېوو او سبزیو صادرات درولي دي


په تورخم کې د مېوو او سبزیو لېږدوونکي ډرېوران له پولې د اوښتو لپاره انتظار باسي - د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ ۱۶مې انځور.
په تورخم کې د مېوو او سبزیو لېږدوونکي ډرېوران له پولې د اوښتو لپاره انتظار باسي - د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ ۱۶مې انځور.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د پاکستان له لوري د ټیکس زیاتوالي اړ شوي چې هغه هېواد ته د تازه مېوو او سبزیو صادرات ودروي.

د خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي د جولای پر ۱۷مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې اسلام اباد د روانې میاشتې له لومړۍ راهیسې له افغانستانه هغه هېواد ته د سبزیو او مېوو پر لېږد مالیه شاوخوا ۱۵ چنده لوړه کړې ده.

دی وايي، همدا لامل دی چې سوداګر اړ شوي چې پاکستان ته برامدات (صادرات) ودروي ځکه چې له دې سره بیا په بازارونو کې هم د مېوو او سبزیو نرخ لوړېږي چې بیا یې خلک د اخیستو توان نه لري.

الکوزي وویل د دې مالیې تاوان نه یوازې افغان کروندګرو، باغوانانو او سوداګرو ته رسي بلکې د پاکستان خلک او کاروباریان هم ورڅخه اغېزمنېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د سبزیو او مېوو سوداګرو هم ویلي ول چې د پاکستان حکومت ورباندې ټيکسونه دومره زیات کړي چې دوی یې د ورکولو توان نه لري.

د سبزیو او مېوو د سوداګرو اتحادیې مشرانو د جولای پر اتمه په پېښور کې خبري غونډې ته ویلي ول چې اسلام اباد د جولای پر لومړۍ د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال له پیل راهیسې له افغانستانه پر واردېدونکو مېوو او سبزیو مالیه خورا لوړه کړې ده.

د سوداګرو د ټولنې یو استازي پروېز علي شاه هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې پخوا به یې پر یو ټن مېوې یا سبزۍ ۸۰۰ پاکستانۍ روپۍ مالیه ورکوله خو اوس "پر یو ټن ۸،۹۵۰ روپۍ ټیکس" ورکوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې غړي خانجان الکوزی وايي چې د مالیو د زیاتېدو په اړه یې خپلې اندېښنې له پاکستان سره شریکې کړې دي خو مثبت ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

دی زیاتوي چې اسلام اباد استدلال کوي چې مالیه یې یوازې د افغان سوداګرو لپاره نه ده زیاته کړې بلکې د هغو ټولو هېوادونو لپاره یې لوړه کړې چې پاکستان ته مالونه لېږدوي.

د پاکستان وفاقي حکومت تر اوسه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د غړي او د خیبر پښتونخوا د سوداګرو د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښوولی خو مخکې یې اعلان کړی وو چې د ټيکسونو اخیستل باوري کوي.

په تورخم کې د ګمرک يا کسټم ادارې يو چارواکي عدنان خان د جولای په لومړۍ اونۍ کې مشال راډيو ته ويلي ول چې پخوا وفاقي حکومت له افغانستانه د ځينو مالونو پر درامدولو په ټیکس کې رعایت کړی وو چې اوس یې ختم کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د هغه حکومتي رعایت تر ختمېدو وروسته اوس د قانون له مخې پر سوداګرو ټیکس لوړ شوی دی.

د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتونو ترمینځ د ترینګلو اړيکو له کبله د دواړو هېوادونو ترمینځ پر تجارت ناوړه اغېز شوی دی.

د تجارت په اړه په د پاکستانیو چارواکو او پر کابل د واکمنو طالبانو ترمینځ وار وار ليدنې شوې خو په دې لړ کې ستونزې لا نه دي هوارې شوي.

XS
SM
MD
LG