د لاسرسي ځای

تازه خبر

فعالانو له ایراني ولسمشره د افغانانو د جبري اخراج د مخنیوي غوښتنه کړې ده


له ایرانه ایستل شوي کډوال افغانستان ته داخلېږي - د سېپټېمبر ۱۲مې انځور.
له ایرانه ایستل شوي کډوال افغانستان ته داخلېږي - د سېپټېمبر ۱۲مې انځور.

په ایران کې افغان فعالانو، د مدني ټولنې غړو او خبریالانو له ولسمشر مسعود پزشکیان څخه غوښتنه کړې ده چې افغانستان ته دې د کډوالو د جبري ستنولو مخه ونیسي.

ایرانیو رسنیو د سېپټېمبر پر ۲۸مه وویل چې هغو فعالانو په یوه غونډه کې وویل چې د طالبانو تر تعقیب لاندې کسانو اخراج یې ژوند په خطر کې اچوي.

ولسمشر پزشکیان د سېپټېمبر پر ۱۶مه وویل چې ایران ته په ناقانونه اسنادو ورغلي افغانان له هېواده باسي.

یوشمېر افغانانو د روان کال د سېپټېمبر پر ۱۲مه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي ول چې چارواکو ګڼ داسې کسان هم ایستلي دي چې په ایران کې یې د اوسېدو قانوني اسناد لرل.

هغوی دا دعوه هم کړې وه چې ایراني چارواکي له افغانانو سره ناسم چلند کوي، ورباندې په توقیف ځایونو (حراست خانو) کې تشدد کوي او ورڅخه رشوت غواړي.

خو ایرانی ولسمشر وايي چې بې اسناده کډوال په "ډېر عزت" خپل هېواد ته لېږدوي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې ایران هره ورځ تر ۳،۰۰۰ پورې افغانان جبراً هېواد ته لېږدوي. اژانس زیاتوي چې له هغو څخه یې ډېری داسې کسان دي چې په ایران کې زېږېدلي او لوی شوي دي.

له ایرانه ایستل شوې افغانه فضیله قادري له اې اېف پي سره د مرکې پر مهال ژاړي. نوموړې په مرکه کې دعوه وکړه چې ایرانیو چارواکو تر نیولو وروسته وهلې وه - د سېپټېمبر ۱۲مې انځور.
له ایرانه ایستل شوې افغانه فضیله قادري له اې اېف پي سره د مرکې پر مهال ژاړي. نوموړې په مرکه کې دعوه وکړه چې ایرانیو چارواکو تر نیولو وروسته وهلې وه - د سېپټېمبر ۱۲مې انځور.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي په ایران کې تر ۷۸۰،۰۰۰ پورې راجسټر افغان کډوال اوسي. د ادارې په وینا، له دې پرته شاوخوا ۲.۶ مېلیونه بې اسناده افغانان هم په هغه هېواد کې مېشت دي. خو تهران دعوه کوي چې په ایران کې شاوخوا پینځه مېلیونه افغانان پراته دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له پیل راهیسې له پاکستانه هم لکونه بې اسناده افغانان ایستل شوي دي او اسلام اباد وايي چې هغه بهیر ته یې دوام ورکړی دی.

د پاکستان د قبایلي او سرحدي چارو یا سیفران وزیر امیر مقام د سېپټېمبر پر ۲۶مه د بلوچستان د پښتون مېشته سیمې پښین د سرانانو په کډوالو کیمپ کې افغانانو ته په وینا کې وویل چې په بل پړاو کې هغه افغانان هېواد ته لېږدوي چې د تابعیت یا سېټېزن کارډونه لري او بیا به د پي او ار کارډونو لرونکي ستانه کړي.

XS
SM
MD
LG