نړیوال خبري اژانسونه وايي چې د مارچ پر ۱۷مه امریکا، اسراییلو پر ايران او تهران بيا پر خلیجي هېوادونو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
اژانس فرانس پرېس د متحده عربي اماراتو د چارواکو په حواله لیکلي دي چې د مارچ پر ۱۷مه په فوجېره سیمه کې د تېلو پر یو مرکز د ډرون برید شوی دی چې له وجې یې اور بل شوی دی خو چاته پکې ځاني زیان نه دی اوښتی.
بلخوا رویټرز خبري اژانس د عراق د امنیتي سرچینو په حواله لیکلي دي چې د مارچ پر ۱۷مه د عراق په پلازمېنه بغداد کې د توغندیو او ډرون لږ تر لږه پینځه بریدونه شوي دي.
دوو امریکايي چاراکو ویلي دي چې په دې بریدونو کې چاته مرګژوبله نه ده اوښتې.
اژانس د اسراییلي پوځ په حواله ویلي دي چې په تهران کې یې د ایران د رژیم پر انتظامي زېربناوو او د لبنان په بېروت ښار کې یې د حزب الله پر مرکزونو تازه بریدونه کړي دي.
رویټرز خبري اژانس وايي چې د امریکا او اسراییلو او د ایران ترمينځ له تېرو شاوخوا درو اونیو راهیسې په روانه جګړه کې لږ تر لږه دوه زره کسان وژل شوي دي.
د هرمز تنګي زياتره برخه لا هم بنده ده. بلخوا د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هرمز تنګي د بېرته خلاصولو لپاره او هلته د تېل وړونکو کښتیو د ساتنې لپاره پر خپلو اتحادیانو د مرستې غږ کړی دی.