د شام ولسمشر احمد الشرع نوروز د رسمي ورځې په توګه اعلان کړی او کردي ژبه یې د عربي ژبې ترڅنګ د شام د رسمي ژبې په توګه پېژندلې ده.
د هغه فرمان له مخې چې د جنورۍ پر ۱۶مه خپور شوې ته پکې دا اشاره هم شوې چې هغو کردانو ته به هم د شام تابعت ورکړل شي چې د ۱۹۶۲ز کال د سرشمیرنې پر مهال محروم شوي ول.
له ۱۹۴۶ز کال راپه دېخوا چې شام خپلواکي اخیستې ده، دا لومړی ځل دی چې مرکزي حکومت کردانو ته ملي حقوق ورکوي.
د شام له ۲۰ میلیونو نفوسو شاوخوا دوه میلیونه کردان دي چې د دې هېواد په شمال او شمال ختیځ کې ژوند کوي.