د وينزويلا مرستيالې ولسمشرې ډیلسي رودریګز د هغه هېواد د لنډمهالې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه.
۵۶ کلنې رودریګز د جنورۍ پر پينځمه د خپل ورور جورج رودریګز، چې د وینزویلا د ملي شورا رییس دی، پر وړاندې لوړه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې پر همدغه ورځ د وینزویلا نيول شوي ولسمشر نیکولاس مادورو د نيويارک په يوه عدالت کې په خپله لومړنۍ محاکمه کې د مخدره توکو او ترهګرۍ اړوند تورونه رد کړل او ځان یې بیګناه وباله.
امريکايي ځواکونو مادورو د جنورۍ پر درېيمه سهار وختي د وينزويلا په پلازمېنې کاراکاس کې تر نیول کېدو وروسته د نیویارک یوه زندان ته انتقال کړ.
۶۳ کلن مادورو د یوه ژباړونکي له لارې د نيويارک په منهاټن کې یوه فېډرالي عدالت ته وویل چې هغه یو معزز سړی دی او لاهم د خپل هېواد ولسمشر دی.
د مادورو مېرمن، سیلیا فلورس، هم تورونه رد کړي او د بې ګناهۍ ادعا یې کړې ده.
د عدالت قاضي د دوی دواړو دويمه محاکمه د مارچ پر ۱۷ اعلان کړې ده.