د پاکستان کسټم چارواکي وايي چې د دیسمبر پر ۳۱مه یې د خوراک نړیوالې ادارې ۹ ګاډي تورخم ته وررسیدلي دي او د افغان لوري د اجازتنماې انتظار کوي.
د خيبر ضلعې په تورخم کې د کسټم (ګمرک) یوه چارواکي صدیق اکبر د دیسمبر په ۳۱مه مشال ریډیو ته وویل چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوالې ادارې (ډبلیو اېف پي) لخوا ورته ويل شوي چې تر څو له کابله اجازت نامه نه وي ورغلي نو تر هغو دې دا ګاډي افغانستان ته نه پرېږدي. ډبليو اېف پي په دې اړه څه نه دي ويلي.
اکبر وايي چې په خوراکي توکو بار دا ګاډي دامهال په تورخم ټرمینل کې ولاړ دي او د افغان لورې لخوا د اجازت نامې انتظار کوي. د نوموړي په وينا هغه ګاډي به د کسټم کليېرينګ وروسته، افغانستان ته پرېښودل شي. اکبر زیاتوي چې د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو په غوښتنه د انساني همدردۍ په بنیاد د خوراک نړیوالې ادارې ګاډو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته دا خوراکي توکي ورسوي.
لا تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاکستان له افغانستان سره خپلې لارې تر هغه وروسته وتړلې چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۱۲ نیټه پاکستاني پوځيانو او د طالبانو د حکومت ځواکونو له يو بل سره نښتې وکړې. د پاکستان حکومت وايي، لارې ځکه نه خلاصوي چې د دوی په وینا، په افغانستان کې واکمن د طالبانو حکومت دا ضمانت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان خلاف نه استعمالېږي.
خو د طالبانو حکومت وايي چې پاکستان بايد لارې د سیاسي فشار لپاره ستعمال نه کړي. د طالبانو د حکومت دریځ دی چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي او په پاکسنان کې ناامني د هغه هېواد کورنۍ مسله ده چې په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري.
که څه هم د دواړو غاړو تجارانو او په خيبرپښتونخوا کې سیاسي ګوندونو له افغانستان سره د لارو خلاصېدو غوښتنې تکرار کړې دي خو پاکستان تر اوسه دا کار نه دی کړی. طالب او پاکستاني چارواکو د قطر او ترکیې په منځګړتوب په دوحه او استنبول کې څو ځله خبرې اترې وکړې خو څه نتیجه یې ورنکړه.