د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنګله دېش پخوانۍ وزيراعظمه، خالده ضيا مړه شوه


خالده ضيا په ۲۰۰۲ کال کې
خالده ضيا په ۲۰۰۲ کال کې

د بنګله دېش پخوانۍ وزیراعظمه، خالده ضيا تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۸۰ کلونو په عمر مړه شوه.

د هغې ګوند، بنګله دېش نېشنل پارټۍ د دیسمبر پر ۳۰مه پر اېکس خپاره کړي يو بیان کې وويل چې خالده ضيا د سهار پر شپږو بجو وفات شوه. د بنګله دېش حکومت د هغې په مرګ درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.

خالده ضيا په ۱۹۴۵ کې زيږيدلې وه او درې ځلې د بنګله دېش وزیراعظمه پاتې شوې وه. هغې دا دنده له ۱۹۹۱ کال څخه تر ۱۹۹۶ کال پورې او بیا له ۱۹۹۶ کال کې څو هفتې، او په درېيم ځل له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ پورې سرته رسولې وه.

په ۱۹۷۱ کال کې له پاکستانه د ازادۍ تر اخیستو وروسته، په بنګله دېش کې سیاسي بې ثباتي ډېره وه. د خالده ضيا مېړه، جنرال ضيا الرحمن د عوامي ليګ د مشر او د بنګله دېش د باني، شيخ مجيب الرحمن مخالف وو.

جنرال ضياالرحمن د بنګله دېش نېشنل پارټۍ بنسټ اېښی وو او په ۱۹۷۵ کال کې د خپلو پوځي افسرانو ملګرو د کودتا له لارې واک ته رسېدلی وو. د هغې کودتا په وخت د بنګله دېش باني، شيخ مجيب الرحمن ووژل شو او جنرال ضياالرحمن له کورني بنده خلاص شو.

نوموړی په ۱۹۷۸ کې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې او د بنګله دېش ولسمشر شو. کله چې هغه په ۱۹۸۱ کال کې د پوځيانو لخوا ووژل شو نو د هغه مېرمن، خالده ضيا سیاست ته ننوتله. لومړی هغه د خپل ګوندۍ غړې او وروسته یې مشره شوه.

خالده ضيا د پارليماني سیاست او د پوځي امر جنرال حسین محمد ارشاد پر ضد د تحريک له لارې خپل نوم پيدا کړ. هغې د ۱۹۸۶ کال د ټاکنو ځکه بایکاټ وکړ چې دريځ یې درلود چې هغه د پوځي حکومت تر سيوري لاندې کېږي.

د خالدې ضيا کورنۍ د شيخ مجيب الرحمن له کورنۍ او په ځانګړې ډول د هغه د لور او د بنګله دېش له پخوانۍ وزيراعظمې،شيخ حسینه واجد سره سیاسي سیالي او مخالفت درلود. له همدې امله یې ډيری وخت د يو بل پر ضد احتجاجي تحريکونه چلول. د دې مخالفتونو له امله، دواړو وزيراعظمانو د يو بل ګوند غړي زندانونو ته هم اچولي وو.

XS
SM
MD
LG