کمبوډیا (کمپوچیا) پر تایلینډ تور پورې کړی چې د سرحدي شخړو پر مهال یې پر لانجمنو سیمو بمباري زیاته کړې ده.
دا په داسي حال کې ده چې د دواړو هېوادونو چارواکي د جګړې د بندولو لپاره له څو ورځو راهيسې په خبرو بوخت دي.
د رويټرز او فرانس پریس اژانسونو د راپورونو له مخې، د دواړو ګاونډیو پخوانۍ شخړه بیا تازه شوې چې تر اوسه له ۴۰ ډېر کسان پکې وژل شوي او نژدې یو میلیون کسان بې کوره شوي دي.
د دواړو خواوو ترمینځ سرحد په ۱۹۰۷ز کال کې د فرانسې استعماري انتظامیې ټاکلی وو چې حیثیت یې مبهم وو او همدا لامل دی چې تایلینډ او کمبوډیا د هغې سیمې د ملکیت دعوه کوي.
د کمبوډیا د دفاع وزارت وايي چې د ډېسېمبر پر ۲۵مه سهار د تایلینډ پوځ د بانتی مینجی ولایت په لانجمنو سیمو درنه بمباري شوې او د اېف ۱۶ جنګې الوتکو شاوخوا ۴۰ بمونه غورځوليدي.
بلخوا د تایلینډ رسنیو ویلي چې د ډېسېمبر ۲۴مې په شپه کمبوډیايي ځواکونو د سا کایو ولایت پر پوله درنې حملې کړې دي د دوی په وینا، په نتیجه کې څو کورونه زیانمن شوي دي.
دواړه هېوادونه یو بل د جګړې په پیل تورنوي او ادعا کوي چې د خپل هېواد دفاع لپاره یې اقدام کړی دی.
د امریکا، چین او مالېزیا په منځګړتوب په جولایي میاشت کې شوې اوربند ډېر دوام ونه کړ او جګړه یو ځل بیا پراخه شوې ده.