د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي مهارت لرونکي افغانان اوسېدلی شي خو نور وباسي


ایران وايي مهارت لرونکي افغانان اوسېدلی شي خو نور وباسي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:48 0:00

افغانستان ته ستنېدونکي ځيني افغان کډوال وايي په ايران کې یې کار روزګار خراب وو او د تومن د ارزښت د کمېدو له وجې یې هلته ډيرې پيسې نه شوای ګټلی. ځيني نور بیا د ايران لخوا په زور اېستل شوي. ايراني چارواکو ويلي چې د اقتصادي ستونزو او امنيتي اندېښنو له امله یې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی او په راتلونکو څو مياشتو کې به اته لاکه نور هم وباسي. افغان کډوال له څو لسیزو راهیسې په ايران کې اوسېدل خو اوس هره اونۍ په زرګونو افغانان د سیستان – بلوچستان پر سرحدي سیمې، میلک افغانستان ته اوړي. په دې اړه د رويټرز خبري اژانس له ويډيو د ګل اياز جوړ کړی راپور وګورئ.

XS
SM
MD
LG