د اوکراین ولسمشر وايي، هېواد یې د تاریخ له "یوه تر ټولو سخت پړاو" سره مخامخ دی.
وولودومیر زېلېنسکي دا څرګندونې د نومبر پر ۲۱مه خپل ولس ته په وېډیويي بیان کې کړې دي. هغه په خپلو خبرو کې وویل چې امریکا د جګړې پای ته رسولو لپاره پر کییف فشار راوړي چې له "یوې لانجمنې طرحې" سره موافقه وکړي.
د نوموړي په وینا هغوی د "یو مهم شریک له لاسه ورکولو" د خطر سره مخامخ دی، خو ټینګار یې وکړ چې اوکراین به پر خپلو ملي ګټو خيانت و نه کړي.
زېلېنسکي قام ته په وینا کې وویل چې حکومت به یې له امریکا او ټولو شریکانو سره په کراره کار وکړي.
هغه ژمنه وکړه چې له واشنګټن سره به د حل لارې د موندلو لپاره "رغنده لټون" وکړي.
تر دې یوه ورځ وړاندې امریکا اوکراين ته د ۲۸ مادو یوه مسوده سپارلې وه.
د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې او نورو رسنيو هغه مسوده ترلاسه کړې ده. په دې مسوده کې راغلي چې که په اوسني متن کې ومنل شي نو اوکراین به اړ شي چې د خپلې خاورې له ۲۰ فيصده څخه زیاته برخه، لږ تر لږه په عملي ډول، پرېږدي.
په دې مسوده کې نورې مادي هم شاملي دي لکه د پوځ د شمېر محدودول او د اساسي قانون له لارې د ناټو غړیتوب ترلاسه کولو لپاره دایمي بندیز لګول دي.
ولسمشر زېلېنسکي د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل "زه به دلایل وړاندې کړم، زه به قانع کړم، زه به بدیلونه ورکړم، خو موږ به هېڅکله دښمن ته داسې دلیل ورنه کړو چې وایي اوکراین سوله نه غواړي."
نوموړي وويل چې کییف به د امریکا په وړاندیزنو کې د پام وړ بدلونونو غوښتنه وکړي ځکه دغه طرحه د اوکراین له لوري لوی رعايتونه غواړي او ناڅاپه د دې اونۍ په پیل کې راڅرګنده شوه.
ولسمشر زېلېنسکي په وينا کې د خپل ملت د یووالي غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې هېواد له یو ډېر سخت انتخاب سره مخامخ دی. د ده په خبره، "یا د عزت له لاسه ورکول، یا د یوه مهم شریک (امریکا) له لاسه ورکولو " له خطر سره مخامخ کېداي شي.
نوموړي د اکتوبر په پای کې هم ویلي وو چې دوی د دې لپاره چمتو دي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له روسیې او بیلاروس پرته په بل هرځای کې د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.
خو د هغه په وينا، اوکرایني ځواکونه "هېڅ داسې ګام نه اخلي" چې د خپلې خاورې یوه برخه روسیې ته پرېږدي.
په عين حال کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د همدې ورځې په وینا کې فاکس نيوز سره خبرو کې وویل چې د نومبر ۲۷مه د اوکراین د مشرتابه لپاره د پرېکړې کولو مناسبه نېټه ده.
بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا څرګنده کړه چې ماسکو د دې طرحې په اړه خبرو لپاره تيار دی او دا یې د سولې لپاره د احتمالي بنسټ په توګه یاد کړ.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړل. تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو سرتېرو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي.
روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي. بلخوا د هغې جګړې د ختمولو لپاره لا د سولې خبرو څه نتيجه نه ده ورکړې.