د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو پوليس وايي يو وسلوال د بم ايښوولو په وخت وژل شوی دی


په بنو کې پولیس د څوکۍ په حال کې - انځور له ارشیفه
په بنو کې پولیس د څوکۍ په حال کې - انځور له ارشیفه

د خیبرپښتونخوا د بنو پوليسو ادعا کوي چې يو وسله وال په بنو کې په خپل بم وژل شوی دی.

پولیسو د نومبر په ۱۸مه، مشال راديوته په لېږلي بيان کې وویل چې يو وسلوال پر بنو - کوهاټ سړک جوړ پل په چاوديدونکو توکو الوځاوه خو هغه مواد وچاودل او دی پکې ووژل شو.

پوليس زياتوي چې په چاودنه کې نور چا ته مرګژوبله نه ده اوړېدلې او پل ته هم زيان نه دی رسېدلی. په دې وروستيوو کې بنو کې د وسله والو فعاليت زیات شوي دي.

د نومبر په ۱۲مه، په بنو او میرلي کې وسله والو دوه ځايي کسان وژلي وو. پر دې سربېره د بنو هوید سیمې څخه وسلوالو درې کسان تښتولي وو چې تر اوسه لا درکه دي.

ځايي ولس په سیمه کې د امنیت غوښتنې لپاره په بیا بیا احتجاجونه، لاریونونه کړي دي. بلخوا حکومت او پوځ په بیا بیا وايي چې امنيت ته ژمن دي او د وسلوالو ضد یې په چټکۍ سره عمليات روان دي.

XS
SM
MD
LG