مودي وايي د نوي ديلي د بمي چاودنې بريدګر به بې حسابه نه پرېږدي
د هند وزیراعظم نریندرا مودي ویلي دي چې د هغه هېواد په پلازمېنه کې په شوې بمي چاودنه کې به د ککړو کسانو خلاف سخته کاروايي کوي. د نومبر پر ۱۰مه د ديلي د تاريخي سيمې لال قلعې (سرې کلا) مخې ته په یو ګاډي کې بمي چاودنه شوې وه چې د هندي رسنيو په وينا ۱۳ تنه پکې ووژل شول او شاوخوا ۲۰ نور ژوبل شول. د هند حکومت وايي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي. د رویټرز او اژانس فرانس پرېس له ویډیوګانو جوړ راپور