د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د ځايي عدالتونو د ګاډو په تمځای کې ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.
د اسلام اباد پوليس يو چارواکي جمشېد خان، چې د پېښې پر وخت موجود وو، مشال راډيو ته وويل چې نن غرمه (د نومبر پر ۱۱مه) پر موټر سايکل سپور ځانمرګي بريدګر د هغه ښار په جي ۱۱ سيمه کې د کچهرۍ (ځايي عدالتونو) د ګاډو په تمځای کې ځان ته چاودنه ورکړه چې امله يې ۱۲ کسان ووژل شول او يوشمېر نور ژوبل شول.
بلخوا د اسلام اباد پيمز روغتون بيان ورکړی دی چې هلته ۱۲ مړي او ۲۱ ژوبل کسان ور وړل شوي، چې د څلورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
تر اوسه چا د بريد ذمه واري نه ده منلې، خو پوليس وايي د پېښې پلټنې يې پیل کړې دي.
دا بريد تر هغه يوه ورځ وروسته شوی چې د نومبر پر ۱۰ مه د هند په دیلي کې لال قلعې (سرې کلا) ته نېږدې بمي چاودني لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل او له ۲۰ زيات يې ژوبل کړل.
د هغه بريد مسوليت هم چا نه وو منلی، خو د هند وزيراعظم نريندرا مودي ويلي ول چې بريدګر به معلوموي او حساب به ورسره کوي.
په وروستيو کلونو کې د پاکستان په بېلا بېلو برخو، په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو او سرتېرو تښتونې زیاتې شوې دي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.
رپورټ وايي، تېره میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.
اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.