روبوټه د انسانانو ژوند اسانوي که روزګار یې اخلي؟
په چین کې د ژوند د بېلابېلو چارو تسره کولو لپاره د روبوټونو جوړولو سیالي چټکه شوې ده. هر شرکت کوښښ کوي چې تر بل زيرکه روبوټ جوړ کړي. يو شرکت داسې مصنوعي لاسونه جوړ کړي چې د مغزو یا دماغو په اشاره چلېږي. د شيانو د لېږدولو روبوټونه هم جوړ شوي او د عامه استعمال لپاره بازار ته راتلونکي دي. خو ایا دا نوې ټېکنالوژي به انسانان بې روزګاره کړي؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب د رويټرز له ويډيو په جوړ رپورټ کې.