د جنوبي سوډان د نابیناوو فوټبال لوبډلې لومړۍ اتلولي ګټلې ده
د جګړه ځپلي جنوبي سوډان د ړندو یا نابیناوو فوټبال لوبډلې نه یوازې په لومړۍ نړیواله اتلولي کې برخه اخیستې بلکې هغه یې ګټلې هم ده. د لوبډلې غړي وايي، په خپله بریا خوشاله دي او د هېواد ځپلي ولس ته د یووالي پیغام ورکوي. ځینې لوبغاړي وايي، خلک ورسره د معذورۍ له وجې ښه چلند نه کوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.