ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو کښت کم، خو د نشه يي توکو استعمال زیات شوی
ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې سږکال د کوکنارو کښت ۲۰ فیصده کم شوی دی. د ملګرو ملتونو د نشه يي موادو او جنایتونو د مخنیوي دفتر په خپل تازه راپور کې دا هم ویلي چې په هغه هېواد کې د نشه يي توکو استعمال او قاچاق زیات شوی دی. طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی دی. د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.