زوهران ممداني څوک دی او څنګه یې د نيو يارک ټاکنې وګټلې؟
زوهران ممداني لومړی مسلمان او لومړی هندی نژاده امريکايي شو چې د نيو يارک ښار د ښاروالۍ ټاکنې یې وګټلې. نوموړی پخوا د هغه ايالت د اسمبلۍ غړی وو. ممداني د ډېموکراټ ګوند له خوا د نومبر څلورمې انتخاباتو ته ولاړ وو. د هغه د کمپاين ډېره برخه پر ځوانان متمرکزه وه. ممداني د خپلې سوشلېزم (سوسیالېزم) نظریې له مخې له خلکو سره وعده کړې چې په نيو يارک ښار کې به د کورونو کرایې کموي، د کډوالو د پناه غوښتنې ملاتړ به کوي، پر مالدارو خلکو به تر نورو ډېر ټیکسونه لګوي او د ماشومانو د روزنې لګښتونه به ټيټوي. خو ایا هغه به دا ژمنې پوره کړای شي؟ په دې اړه د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.