د مزار شریف اوسېدونکي د تاریخي شین جومات بیارغونې غوښتنه کوي
د افغانستان د مزار شریف تاریخي شین جومات د نومبر پر درېیمه زلزله کې زیانمن شوی دی. د ښار اوسېدونکي وايي، جومات د عبادت لپاره خلاص دی خو پکې لا د بیاودانۍ چارې نه دي پیل شوې. د طالبانو حکومت لا د جومات د رغونې په اړه څه نه دي ویلي خو وايي، په نورو زلزله ځپلو سیمو کې مرستندویه چارې روانې دي. د رویټرز او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ وګورئ.