په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکي د دواړو هېوادونو ترمينځ په دوحه کې د اوربند د موافقې په تړاو دويمه ناسته نن (د اکتوبر پر ۲۵مه) په استانبول کې پيل شوه.
دا تر هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر ۱۸مه د قطر او ترکيې په مينځګړيتوب په دوحه کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي چارواکو ترمينځ د اوربند او سولې خبرې اترې پیل شوې چې وروسته د اکتوبر پر ۱۹مه د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اوربند د تړون اعلاميه خپره کړه.
ټاکل شوې وه چې د اوربند د تړون په اړه به د نورو خبرو لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځ بله غونډه د اکتوبر له ۲۵مې څخه تر ۲۷مې پورې د ترکيې په استانبول ښار کې کېږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر ۲۴مه پر اېکس پاڼه ليکلي دي چې د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي نجیب په مشرۍ پلاوی به په استانبول کې له پاکستاني لوري سره خبرې کوي.
نوموړي زياته کړې چې د استانبول په ناسته کې به "د باقي پاتې مسلو په اړه خبرې اترې کېږي" خو نور تفصيل يې نه دی شريک کړی.
په عين حال کې د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد، چې د افغانستان په استازولۍ يې د پاکستان له دفاع وزیر خواجه محمد اصف سره په دوحه کې د اوربند هوکړه لاسلیک کړه، څو ورځې مخکې ویلي وو چې په استانبول کې به د اوربند د پلي کېدو پر لارو چارو او داسې میکانیزم خبرې کیږي چې نه یوازې افغانستان او پاکستان، بلکې په ټوله سیمه کې دوامداره سوله او ټیکاو رامينځته کړي.
بلخوا د اکتوبر پر ۲۱مه د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف ويلي وو، "له افغانستان سره اوربند به د وخت د محدودیت پرته تر هغې نافذ وي، تر څو چې یې سرغړونه نه وي شوې."
د دوحې په هوکړه کې پر "سمدستي اوربند" ژمنه شوې وه چې ورسره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو تر مينځ سختې نښتې ودرېدې. د طالبانو حکومت هم هوکړه کړې وه چې د پاکستان مخالفه وسلوالو ډلو ملاتړ به نه کوي او خپله خاوره به د بل هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسين اندرابي بيا د اکتوبر پر ۲۴مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې تمه وښووله چې په دې غونډه کې به "د څارنې یو ټینګ او د تایید وړ میکانیزم" رامينځ ته شي.
د پاکستان حکومتي سرچينو رسنيو ته ويلي چې د پاکستان له لوري په اووه کسيزه پلاوي کې امنيتي او سفارتي چارواکي شامل دي.
اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت په وار وار تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو د ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده.
خو د طالبانو حکومت وایی چې په پاکستان کې امنيتي پېښې د دوی کورنۍ مسله ده او د پاکستان په شمول هيڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي.
خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.
بريدونه او جګړه
د دواړو هېوادونو ترمينځ په قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې او اوربند مذاکرات تر هغه يوه ورځ وروسته پیل شول کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر انتظام لاندې ملي راډيو ټېلېويژن له راپور سره سم د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال د پکتيکا په ارګون او برمل کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.
تر بريدونو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ پر ټولنيزو رسنيو په خپاره کړي بيان کې وويل چې په ارګون کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د دغه هېواد د کرکټ درې ځوان لوبغاړي هم وژل شوي دي.
د دواړو هېوادونو تر مينځ تاوتريخوالی او جګړه تر هغه وروسته پیل شوه کله چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.
یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.
وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې لا نه دي په ډاګه کړي.
سرچينه زياتوي، په بريد کې نور ولي مسود ته زيان نه دی اوښتی او هغه ژوندی دی.
د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول "تاوتريخوالي مسول" پاکستان وي.
تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.
د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو، او وروسته پرېکړه شوه چې دا اوربند به په قطر کې د سولې تر مذاکراتو پورې پر ځای وي.