د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې پوليسو د يوې ښځې په وژنې تورن کس نيولی دی


سوات کې پوليسو په ناموسي وژنو تورن کسان تاڼې ته راوستي دي ـ انځور له ارشيفه
سوات کې پوليسو په ناموسي وژنو تورن کسان تاڼې ته راوستي دي ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا په سوات کې پوليسو د يوې ښځې د ناموس په نوم د وژنې په تور يو کس نيولی دی.

پوليس وايي چې د اکتوبر پر ۱۹مه د میادم ډنډ په سيمه کې یوه ښځه وژل شوې وه چې وروسته يې د وژنې تور د هغې پر خاوند او لېور پورې شو.

د فتح پور تاڼې مشر ایاز خان د اکتوبر پر ۲۲مه له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال تور پورې کړ چې د کريم په نوم يو کس، چې د ده په خبره، په دې نېزدې ورځو کې له سعودي څخه ورستون شوی وو، له خپل ورور سره په ګډه خپله مېرمن د شک پر اساس ووژله.

د ده په وینا، د هغې د وژنې په تور يې د ښځې لېور نیولی او د خاوند لټون يې روان دی. پولیسو په مقدمه کې دا د ناموس په نوم وژنه یاده کړې ده.

په سوات کې د ښځو د حقونو لپاره د فعاله غیر حکومتي سازمان "اوېکنينګ" مشر عرفان حسين بابک د اکتوبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وويل چې په سوات کې په روان ۲۰۲۵ز کال کې تر دې دمه ۲۹ ښځې وژل شوې دي چې پکې ۱۳ د ناموس په نوم قتل شوې دي.

په پاکستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او خوندیتوب لپاره قوانین شته چې پکې پر ښځو د تېزاب اچونې، کورني تاوتریخوالي، ځورونو او د ناموسي وژنو په څېر جرمونو لپاره سختې سزاګانې بیان شوې دي، خو د بشري حقونو فعالان وايي چې پر دې قوانينو عمل نه کېږي.

د ۲۰۲۵ز کال د مارچ پر اتمه هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د پاکستان په سېنېټ کې په وړاندې کړل شوي يو قرارداد کې غوښتنه شوې وه چې حکومت دې د ناموسي وژنو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي او ښځو ته دې د ژوند په ټولو برخو کې د سړو برابر حقونه ورکړي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG