د شمالي وزيرستان د میرلي په خدي سيمه کې وسلوالو د پوځ پر يو مرکز بريد کړی او لږ تر لږه اووه پوځيان يې وژلي او ۱۳ نور يې ژوبل کړي دي.
پوليس، انتظامي چارواکو او ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې وسلوالو نن (د اکتوبر پر ۱۷مه) سهار شاوخوا نهه بجې پر پوځي کيمپ بريد وکړ.
د پاکستانيو طالبانو حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې، جیش الفرسان محمدي، په استول شوي بیان کې ویلي دي چې دوی لومړی د موټر بم چاودنه وکړه او ورپسې يې بريد ګر کيمپ ته دننه داخل شول.
استخباراتي چارواکو د اکتوبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته تاييد کړه چې په نښته کې لږ تر لږه اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.
چارواکو زياته کړې چې د درو ژوبلو سرتېرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د چارواکو په وينا، په هغه نښته کې څلور وسلوال هم وژل شوي او نښته پای ته رسېدلې ده.
چارواکي زياتوي چې لومړی يوه ځانمرګي بريدګر له بارودو ډک ګاډی د پوځي کيمپ په دېوال کې وواهه او وروسته درې نورو وسلوالو ودانۍ ته په ننوتلو سره ډزې پیل کړې، چې تر څو ساعته نښتو وروسته ټول وسلوال ووژل شول.
په خدي کې د پوځ پر دغه کيمپ تر دې وړاندې هم ځانمرګی برید شوی وو او وروسته وسلوال کيمپ ته داخل شوي ول، چې ګڼو سرتېرو ته يې مرګژوبله اړولې وه.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او یوشمېر وسلوالې ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو او سرکاري چارواکو حملې کوي.
په تېرو کلونو کې ولسي وګړو، سیاستوالانو او فعالانو د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ناامنیو پرضد پراخې مظاهرې، ناستې او جرګې کړې دي.
د پاکستان حکومت او امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.