د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ: هندي وزیراعظم له روسيې څخه د تېلو د نه اخیستو ډاډ راکړی دی


د امریکا ولسمشر ټرمپ او هندي وزیراعظم نریندر مودي. پخوانی انځ
د امریکا ولسمشر ټرمپ او هندي وزیراعظم نریندر مودي. پخوانی انځ

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې د هند وزیراعظم نریندره مودي ورته باور ورکړی چې له روسیې څخه به نور تیل نه اخلي.

دا تر هغې وروسته ده چې امریکا هند په مالونو د ټېکسونو د دوه چنده زیاتولو اعلان وکړ.

ولسمشر ټرمپ د اکتوبر پر ۱۵مه په سپینه ماڼۍ کې وویل چې پر دې خپه وو چې هند به له روسیې څخه تېل اخیستل، خو وزیراعظم مودي ورته ډاډ ورکړی دی چې نور به له روسیې څخه تېل نه اخلي.

په عین حال کې د روسیې مرستیال وزیراعظم الېکساندر نواک د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې د اکتوبر پر ۱۶مه ویلي چې مسکو باوري ده چې هند به روسیې ته د انرژۍ رسد ته دوام ورکړي.

هم د اکتوبر پر ۱۶مه د هند بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل چې د دوی دوه مهم هدفونه د انرژۍ د بیو ثبات او رسد خوندي کول دي. خو په بیان کې د ولسمشر ټرمپ د هند لخوا له روسیې څخه د تیلو اخیستو په اړه څه نه دې ویل شوي.

د مشال رېډیو د خبرونو مرکزي څانګې ترمخه، هند به په دومداره توګه له روسیې څخه تیل اخیستل چې دې حالاتو د مسکو لخوا په اوکراین کې په جګړه کې مرسته کوله.

بلخوا غربي هېوادونو له روسیې څخه د دغه ډول شیانو پر اخیستو بندیزونه سخت کړي دي. که هند د روسیې څخه د تیلو اخیستل ودروي نو دا به د مسکو د انرژۍ د یو له مهمو اخیستونکو په برخه کې د لوی بدلون نښه وي.

ولسمشر ټرمپ د اګست په پای کې د هند په زیاترهبرامداتو ۵۰ فیصده ټېکسونه لګول عملي کړي دي. له دې سره نه یوازې د هند پر توکو ټېکسونه دوه چنده زیات شوي دي بلکې دا د امریکا د هر تجارتي شراکتدار په نسبت تر ټولو زیات دي.

XS
SM
MD
LG