د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې ۳۴ وسلوال وژلي دي.
د پوځ عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي چې وسلوال یې په شمالي او جنوبي وزیرستانونو او بنو کې د اکتوبر ۱۳مې څخه تر ۱۵مې نیټې پورې په عملیاتو کې وژلي دي.
بیان زیاتوي چې د شمالي وزیرستان په سپين وام کې يې ۱۸ او په جنوبي وزیرستان او بنو کې يې اته، اته وسلوال وژلي دي. پوځ دا نه دي ویلي چې د وژل شویو وسلوالو تعلق له کومې ډلې سره وو او نه هم کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه څه ویلي دي.
مشال رېډیو په خپلواکه توګه د پاکستان د پوځ د دعوو سپیناوی نه شي کولای. البته په بیان کې وژل شویو ته "خوارج" ویل شوي چې دا اصطلاح د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د جنګیالیو لپاره استعمالوي.
د پاکستان پوځ تر دې وړاندې هم د خیبرپښتونخوا په مختلفو سیمو کې د عملیاتو پر مهال د وسلوالو د وژلو دعوې کړې دي.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.