د پاکستانیو او طالب ځواکونو په نښتو کې زخمي شويو کسانو څه ولیدل؟
د پاکستان پوځ او طالب ځواکونو ترمینځ د اکتوبر ۱۴مې او ۱۵مې په نښتو کې د زخمي شویو کسانو درملنه د افغانستان د سپین بولدک په روغتون کې روانه ده. په دې نښتو کې د دواړو هېوادونو ځواکونو او وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. خو دا مهال عارضي ډزبندي ده چې د اکتوبر۱۷مې تر مازیګره پورې به دوام ولړي. د ملیحې اميرزاده د فرانس پریس خبري اژانس له ويډيو رپورټ جوړ کړی دی.