ټاکل شوې ده چې په جرمني کې د کوچنيو ماشومانو پر يوې ډلې د چړو د حملې په تور نیول شوی یو افغان کډوال به نن عدالت ته حاضر کړل شي.
تر دې پېښې وروسته په جرمني کې ګڼ شمېر خلکو د کډوالو ضد سخته غصه ښوولې وه.
پېښه د روان ۲۰۲۵ز کال د جنوري پر ۲۲مه نېټه هغه مهال وشوه چې تورن افغان کډوال د باویریا ایالت په یوه ښارګوټي کې په پارک کې د دوو ښوونکو په موجودګۍ کې د یوه وړکتون پر ۵ ماشومانو د چړو برید وکړ خو هغه وخت ونیول شو.
د جرمني د قوانینو له مخې د دې ۲۸ کلن تورن بشپړ نوم نه دی په ډاګه شوی او یوازې د انعام الله او په نامه یاد شوی دی.
ویل شوي چې تورن له اوږدې مودې راهیسې په دماغي ناروغۍ اخته وو او د ډاکټرانو ارزونه دا ده چې نوموړی د خپل نفسیاتي حالت له وجې له مجرمانه پلوه مسوول نه شي ګڼل کېدلای.