د پاکستانیو او افغان طالب ځواکونو ترمینځ په تازه نښتو کې یوشمېر کسان وژل شوي دي
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان او د طالبانو حکومت تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې په عارضي ډزبندۍ سلا شوي دي. بلخوا د پاکستان سرکاري رسنۍ دعوه کوي چې پوځ يې د اکتوبر پر ۱۵مه په کابل او قندهار کې حملې کړې دي. خو د پاکستان پوځ په رسمي توګه څه نه دې ويلی او نه هم دې دعوو ته د طالبانو حکومت غبرګون شوولی دی.تر دې وړاندې په کورمه، چمن او خوست کې د پاکستانيو او د افغان طالبانو د ځواکونو ترمينځ د اکتوبر پر ۱۴مه شپې مهال نښتې شوې وې. انیسې اجمل په دې اړه د مشال رېډیو د خبرونو مرکزي څانګې دا ویډیو پښتو کړی دی.