شهباز شريف وايي ټرمپ يو ځل بيا د سولې نوبېل جايزې ته نوماندوي
د مصر په شرم الشیخ ښار کې د غزې د اوربند په اړه جوړه شوې سرمشريزه کې د ګډون پر مهال د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ټرمپ ته وويل: تاسو داسې څوک یاست چې نړۍ ورته اړتیا درلوده. نوموړي ټرمپ ډېر زيات وستايه او ورغبرګه يې کړه چې سږ کال يې هم هغه د سولې نوبېل جايزې ته نوماند کړی وو او اوس يې بيا نوماندوي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا، مصر، ترکیې او قطر مشرانو د اکتوبر پر ۱۳مه په شرم الشيخ کې د غزې د اوربند اعلامیه لاسلیک کړه. په دې اقدام سره د اسراييلو او حماس ترمينځ په غزه کې څه باندې دوه کلنه جګړه په رسمي ډول پای ته ورسېده.