د پېښور های کورټ مشر قاضي د خيبر پښتونخوا ګورنر ته امر کړی چې د صوبې له نوي منتخب اعلاوزير څخه دې د اکتوبر ۱۵مې تر مازيګر څلور بجو پورې د هغه د څوکۍ سوګند واخلي.
سهېل اپرېدی د اکتوبر پر ۱۳مه په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د ۹۰ ووټونو په اخیستو سره د هغې صوبې نوی اعلاوزير منتخب شوی وو.
تر اپرېدي وړاندې علي امين ګنډه پور د خيبر پښتونخوا اعلاوزير وو چې د پاکستان تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان په وینا یې د اکتوبر پر اتمه او ۱۱مه دوه ځلې خپل استعفاليکونه د صوبې ګورنر فيصل کريم کوندي ته لېږلي ول.
د پېښور های کورټ مشر قاضي (چيف جسټس) اېس اېم عتيق شاه د اکتوبر پر ۱۴مه امر وکړ چې د ګورنر لخوا له نوي منتخب اعلاوزير څخه د سوګند نه اخيستو په صورت کې دې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيکر له هغه څخه سوګند واخلي.
علي امين ګنډه پور او سهېل اپرېدی له پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) سره تړاو لري، خو فیصل کريم کونډي بيا د پاکستان پيپلز ګوند غړی دی.
پېښور های کورټ د اکتوبر ۱۴مې پرېکړه د پاکستان تحریک انصاف لخوا پر ورکړل شوي درخواست اورولې ده چې پکې له عدالته غوښتنه شوې وه چې د ګورنر پر ځای دې د صوبایی اسمبلۍ سپیکر له نوي منتخب اعلاوزير څخه د سوګند اخیستو مجاز وګرځوي.
تر دې وړاندې، د اکتوبر پر ۱۲مه ګورنر فیصل کريم کونډی د پخواني اعلاوزير علي امين ګنډه پور استعفاليکونه د نوموړي په لاسليکونو کې د "توپير" د اعتراض له امله بېرته لېږدولي ول.
وروسته ګنډه پور پر خپله اېکس پاڼه د دواړو استعفاليکونو انځورونه خپاره کړي ول، چې په لاسليکونو کې يې څرګند توپير نه تر سترګو کېده.
په اصولي توګه د صوبې اعلاوزير له خپلې دندې څخه تر ليرې کېدو وړاندې ګورنر ته خپله استعفاليک ورکوي، او د ګورنر تر منظورۍ وروسته هغه خپله څوکۍ پرېږدي.
خو پاکستان تحريک انصاف ګوند دريځ خپل کړی وو چې د ايين له مخې د اعلاوزير د استعفا لپاره د ګورنر منظوري ضروری نه ده او هم په دې سبب پي ټي ای په اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ګوندونو په غیر موجودګۍ کې سهېل اپرېدی د صوبې اعلاوزير منتخب کړ.
د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ په حکومت مخالفو ګوندونو کې د پاکستان مسلم ليګ ن، جمعيت علمای اسلام، عوامي نیشنل ګوند او ځينو نورو ګوندونو غړي شامل دي چې د اعلاوزیر له انتخاباتي پروسې څخه يې پرېکون کړی وو.