د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښکارپور کې پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي بمي بريد یو شمېر کسان ژوبل کړي دي


پوليس د پاکستان په سيند ايالت کې له پټلۍ څخه د اورګاډي اوښتو وروسته د هغه کتنه کوي ـ پخوانی انځور
پوليس د پاکستان په سيند ايالت کې له پټلۍ څخه د اورګاډي اوښتو وروسته د هغه کتنه کوي ـ پخوانی انځور

پاکستاني چارواکي وايي چې د سيند په ښکارپور ښار کې پر جعفر اېکسپرېس اورګاډی په بمي بريد کې یو شمېر کسان ژوبل شوي دي.

د اورګاډو ادارې د سکر سيمې مرستیال مشر جمشيد عالم مشال راډیو ته ويلي چې جعفر اېکسپرېس د اکتوبر پر اوومه د کوټې پر لور روان وو چې د ښکارپور له سلطان تمځای سره نېزدې پر پټلۍ چاودنه وشوه چې له کبله يې د اورګاډي پینځه بوګۍ له پټلۍ واوښتې.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې پینځه مساپر سخت او یوشمېر نور برسېرن ژوبل شوي دي. هغه زیاته کړه چې ټول مساپر يې خوندې ځای ته رسولي دي.

جمشېد عالم وویل چې تر دې وړاندې هم د سلطان سټېشن په سيمه کې دوه ځلې دا ډول پېښې شوې دي چې ذمه واري يې ناقانونه وسلوالې ډلې "سيندي لېبرېشن ارمي" منلې وه. البته د تازه پېښې مسوليت لا چا نه دی منلی.

تر دې وړاندې له پاکستانه ازادي غوښتونکې وسلوالې ډلې، بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د روان ۲۰۲۵ز کال د مارچ پر ۱۱مه جعفر اېکسپرېس اورګاډی د بلوچستان په بولان سيمه کې محاصره کړی وو او دعوه يې کړې وه چې تر ۲۰۰ زیات امنیتي او استخبارتي چارواکي يې يرغمل کړي البته تر ۱۰۰ زیات ولسي وګړي يې خوشي کړي دي. خو وروسته امنیتي ادارو ادعا وکړه چې د وسلوالو پر ضد يې د عملیاتو په نتیجه کې ۱۰۴ مسافر خوشي کړي او ۱۶ وسلوال يې وژلی دي.

د پاکستان د پوځ ویاند لېفټینېنټ جنرال احمد شریف چودري هغه مهال ادعا کړې وه چې وسلوالو ۲۱ مساپر او د ملېشې ځواک څلور سرتېري وژلي ول، خو بي اېل اې دعوه کړې وه چې شاخوا ۵۰ پوځيان يې وژلي دي. خپلواکه سرچينو د دواړو غاړو د دعوو تصديق نه وو کړی.

XS
SM
MD
LG