فيفا د فوټبال د راتلونکو سياليو لپاره د افغان کډوالو ۲۳ کسيزه ښځينه لوبډله غوره کړې
د فوټبال نړیوال فدراسيون (فیفا) په روانه میاشت کې په دوبۍ کې د کېدونکو سیالیو لپاره د افغان کډوالو ۲۳ کسیزه ښځينه لوبډله غوره کړې ده. فیفا ویلي دي چې د فوټبال دا سیالۍ به د اکتوبر له ۲۳مې څخه تر ۲۹مې پورې وي چې د متحده عربي اماراتو، چاډ، لیبیا او افغان لوبډلو ترمينځ به سیالۍ پکې کېږي. د رویټرز خبري اژانس له ویډیو جوړ راپور.