د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ويلي دي چې د امريکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د غزې د جګړې پای ته رسولو لپاره وړاندې شوې ۲۰ نکاتي مسوده هغه نه ده چې د ده په خبره، اتو اسلامي هېوادونو تایید کړې وه.
ډار د اکتوبر پر درېيمه د قامي اسمبلۍ غونډې ته د وينا پر مهال وویل چې د ولسمشر ټرمپ او د اسراییلو د وزیراعظم بنيامين نتنياهو تر ګډې خبري غونډې وروسته، ورته د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر پیغام ورساوه او ورته ويې ويل چې د ټرمپ په مسوده کې ډېرې غوښتنې منل شوې دي، خو په ځینو مواردو کې باید ورسره خبرې وشي.
اسحاق ډار زیاته کړه چې د سعودي وزیر دریځ دا وو چې دوی دوه لارې لرلې. یا خو د ټرمپ د ۲۰ نکاتي مسودې مخالفت وکړي، چې د هغه په وينا، په دې سره به اسراییل ته په غزه کې د نورې "وینې تویولو" زمینه برابره شي، یا دا چې اسلامي او عربي هېوادونه باید یو ګډ بیان خپور کړي، چې هم په ریکارډ کې پاتې شي او هم د ټرمپ ادارې ته واستول شي.
ډار د پارلېمان په غونډه کې هغه ګډ بیان هم ولوست، چې د هغه په وینا، پکې د شخړې د دوه ریاستي حل، له اشغال شوي لویديزې غاړې څخه د اسراییلو بشپړه وتل، او دا چې لویديزه غاړه به د غزې برخه وي، شامل ول.
پر دې سربېره، په بیان کې په غزه کې سمدستي اوربند، بیا رغونه او د اسراییلي پوځ بشپړ وتل هم شامل ول.
اسحاق ډار وویل چې پاکستان یوازې د دې جګړې د درولو توان نه درلود. د هغه په وينا، د اسلامي هېوادونو سازمان، ملګري ملتونه او د امنیت شورا هم د هغې جګړې په درولو کې ناکامه شوې وه.
د ډار دا بیان په داسې وخت کې راغلی چې په پاکستان کې حکومت مخالف ګوندونه د غزې په اړه د د امريکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مسودې او د حکومت له خوا د هغې پر احتمالي تایید باندې نیوکې کوي.
دا تر هغه وروسته ده چې ټرمپ د سېپټېمبر پر ۲۹مه په سپینه ماڼۍ کې له نتنیاهو سره یو ځای، د غزې جګړې د پای ته رسېدو او تر جګړې وروسته هلته د یوه حکومت د جوړېدو لپاره یو ۲۰ مادییزه پلان وړاندې کړ.
په هغه پلان کې دا هم راغلي چې د جګړې له پای ته رسېدو سره سم به "د ثبات ساتلو لپاره لنډمهاله نړیوال ځواکونه" هم هلته ځای پر ځای شي.
د دې تر څنګ په هغه پلان کې د یوه موقت حاکمه پلاوي جوړښت هم شامل دی چې مشري به یې ولسمشر ټرمپ کوي او د بریتانیا پخوانی وزیراعظم ټوني بلير به هم پکې وي.
په پلان کې له دواړو لورو د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو او د برمته شویو د خلاصون غوښتنه شوې ده.
په هغه پلان کې د حماس ډلې د بې وسلې کېدو شرط هم شامل دی.