په پېښور کې د اکتوبر په دوهمه د پوليسو په موټر د سړک غاړې بمي چاودنه کې د ۴ پوليس سرتېرو په ګډون ۹ کسان ژوبل شوي دي.
د پېښور د پوليسو په وينا چاودنه د بالا ماڼې تاڼې په حدودو کې هغه مهال رامنځته شوه چې پوليسو په سيمه کې ګزمه کوله.
د پېښور د پوليسو مشر له دفتره جاري شوي په یو بيان کې ويل شوي چې دا د سړک غاړې ښخ ماين چاودنه وه چې په نتيجه کې یی ۴ پوليس والا او ۵ اولسي وګړي ژوبل شوي دي.
د پاکستان د انګریزی ژبې ډان ورځپاڼې د پېښور د پوليسو مشر ډاکټر ميا سعيد له قوله ليکلي چې د ماين چاودنې هدف د پوليسو موټر وو چې په سيمه کې یی ګزمه کوله.
نوموړي ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې زياته کړي چې په ژوبلو کې د يو تن حالت د اندېښنې وړ دی. دغه پوليس افسر ويلي چې په پوليسو د حملې پلټنې یی پیل کړي دي.
تر دا دمه چا د چاودنې ذمه واري نه ده منلي.
په پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې پرله پسې د بمي چاودنو پېښې رامنځته شوي دي.
د سېپټېمبر په۳۰ مه په کوټه کې د ايف سي ځواک په دفتر په ځانمرګي بريد کې دولس کسان وژلشوي وو.
د سېپټېمبر پر ۲۹مه د جنوبي وزیرستان په مولا خان سرای سيمه کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې د پاکستان پوځ ۹ سرتېري ووژل شول.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
په اسلا اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل مياشتني راپور کې ويلي دي چې روان کال د سېپتېمبر په مياشت کې د وسله والو په حملو کې کموالې راغلی دی.
تر دې وړاندې دغه ادارې د روان کال اګست يو له خونړيو مياشتو ګرځولې وه.