د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت وايي، په خيبر پښتونخوا کې د سختو بارانونو کېدو امکان دی


کاربوهان وايی، په پاکستان کې د ۲۰۲۵ز کال په جون میاشت کې د تېر ۲۰۲۴ز کال د جون مياشتې په پرتله زیات بارانونه شوي دي. پخوانی انځور
کاربوهان وايی، په پاکستان کې د ۲۰۲۵ز کال په جون میاشت کې د تېر ۲۰۲۴ز کال د جون مياشتې په پرتله زیات بارانونه شوي دي. پخوانی انځور

په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې د صوبې په ځینو برخو کې د سختو بارانونو او ورښتونو امکان ښوولی دی.

پي ډ‌ي اېم اې د اکتوبر پر لومړۍ په یو بیان کې ویلي چې په خیبرپښتونخوا کې د اکتوبر له ۲مې څخه تر ۷مې د بارانونو، بادونو او په ځینو سیمو کې د سختو ورښتونو امکان دی.

په بیان کې د ټولو ضلعو انتظامي چارواکو ته ويل شوي چې د ممکنه بارانونو او خطرونو پر وړاندې دې لا د مخه تدابیر ونیسي.

اداره وايي چې په بر او کوز دیر، چترال، سوات، کوهستان، شانګله، بټګرام، مانسهره، ایبټ اباد، هري پور، بونیر، ملاکنډ، باجوړ او مومند کې د سختو بارانونو او بادونوامکان شته.

دغه راز په پېښور، مردان، صوابۍ، نوښار، کوهاټ، بنو، وزیرستان، ټانک او ډیره اسماعیل خان کې هم بارانونه او طوفان امکان لري.

د ادارې په خبره، د بارانونو له امله په غريیزو سیمو کې د ځمکې خوېدنې او د سړکونو د بندېدو خطر هم شته.

بیان ولس ته سپارښتنه کړې چې د باران پر مهال له غیر ضروري سفر ه ډډه وکړي.

پي ډي ایم اې خپل بېړني مرکزونه فعال کړي دي او خلک کولای شي چې د هرې بیړنۍ پېښې لپاره د ۱۷۰۰ هیلپ لاین سره اړیکه ونیسي.

په پاکستان کې د ۲۰۲۵ز کال د جون په میاشت کې د وسې او ورپسې د پشکال د بارانونو او سېلابونو له وجې ځاني او ملي زیانونه اوښتني دي. تر ټولو زیات زیان سيند او بلوچستان او ورپسې په خيبر پښتونخوا کې رسېدلی دی. سيلابونو د پنجاب په جنوبي ضلعو کې هم تاوان رسولی دی.

د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه تر شړکنده بارانونو وروسته سېلابونو د خیبر پښتونخوا په بونېر، باجوړ، سوات، شانګله، کوز او بر دیر، بټګرام، تور غر او مانسهره کې لوی ځاني او مالي زیانونه واړول. تر دې وروسته د اګست پر ۱۸مه په صوابۍ کې شړکنده باران او سېلابونو خلکو ته د مرګژوبلې تر څنګ لسګونه کورونه ړنګ او زیانمن کړل. داراز، د اګست پر ۲۳مه ماخوستن مهال په ډېره اسماعیل خان کې د طوفاني بارانونو پر مهال په پېښو کې لږ تر لږه شپږ تنه ووژل او ۴۶ ژوبل شول.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپه کېږي چې کرنیزو ځمکو، کورونو او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG