د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې احتجاج زور اخيستی دی


د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې احتجاج زور اخيستی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00

په داسې حال کې چې د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې انټرنېټ او د موبایل سروس بند دی هلته نن (اکتوبر پر دویمه) په څلورمه ورځ هم د خلکو يو پراخ احتجاج دوام لري. احتجاجیان غوښتنه کوي چې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په پارلېمان کې دې هغه ۱۲ ځانګړې څوکۍ ختمې کړل شي چې له هنده ورغلیو کشمیریانو لپاره مختص شوې دي. د ګرانۍ ختمولو يې بله غوښتنه ده. د احتجاجیانو او پولیسو ترمينځ نښتې هم شوې دي چې پکې د ۳ پولیس سرتېرو او ۶ ولسي وګړیو د وژنې راپورونه هم ورکړل شوي دي. د پاکستان تر واک لاندې کشمیر وزیراعظم له احتجاجیانو سره د مذاکرتو کولو خبره کړې ده. انیسې اجمل په دې اړه د اژانس فرانس پريس له ویډیوګانو دا راپور جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG