د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوز دير کې د يوه ماشوم د وژنې د پېښې ضد احتجاج شوی دی


د دير اوسېدونکې د يوه استاد او د هغه لور د وژنې خلاف مظاهره کوي. پخوانی انځور
د دير اوسېدونکې د يوه استاد او د هغه لور د وژنې خلاف مظاهره کوي. پخوانی انځور

د کوز دیر په تېمرګره کې د یو ماشوم د وژنې خلاف احتجاج شوی دی.

د سیمې اوسېدونکو مشال رېډیو ته ویلي چې په تېمرګره اډه کې د سېپټېمبر پر ۲۹مه یو تن د ابوبکر په نامه ۱۱ کلن هلک په چاقو وهلو وواژه.

احتجاجیانود سېپټېمبر پر ۳۰مه د وژل شوي هلک مړی د تېمرګرې او پېښور په مرکزي سړک اېښود او تورن کس ته يې د سزا ورکولو غوښتنه کوله.

وژل شوی ماشوم د باجوړ د ارنګ سیمې وو خو په تېمرګره اډه کې به یې ایس کریم خرڅول.

د ابوبکر ماما لایق شاه د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مشال رېډو ته ویلي چې تورن کس له ابوبکره د غیراخلاقي کارونو غوښتنه کوله چې د انکار په صورت کې یې هغه وواژه.

بلخوا د کوز دیر د پولیسو مشر تېمور خان په یو بیان کې ویلي چې تورن کس یې نیولی دی او پرضد یې د قتل مقدمه درج کړې ده.

تر دې وړاندې د کوز دير اوسېدونکو د اګست په مياشت کې د نامعلومو وسلوالو لخوا د سکول د يوه استاد او د هغه د لور د وژنې د پېښې ضد احتجاج کړی وو. دوی د وژل شویو له مړو سره احتجاج کړی وو او تر څو ساعتونو پورې یې د ګل اباد مرکزي سړک تړلی وو.

XS
SM
MD
LG