د جنوبي وزیرستان په سره روغه سیمه کې د ماین په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي دي.
په سیمه کې یو لوړپوړي امنيتي چارواکي مشال راډیو ته وويل چې پېښه د سره روغې په ورجه ایشانګی کلي کې د سېپټېمبر پر ۳۰مه شوې ده.
دغه چارواکي، چې نه یی غوښتل خپل نوم څرګند کړي، زياته کړه چې د وژل شويو کسانو د شناخت په اړه دمګړی پلټنې روانې دي.
د پېښې په اړه وسلوالو هم تر دې دمه څه نه دي ويلي.
د جنوبي او شمالي وزیرستانونو په ګډون په نورو قبایلي ضلعو کې وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو چاودنې کېږي چې پکې امنیتي چارواکو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي.
د سېپټېمبر پر ۲۹مه هم د جنوبي وزیرستان په مولا خان سرای سيمه کې د ماین په چاودنه کې د پاکستان پوځ ۹ نهه سرتېري وژل شوي وو.
په جنوبي وزيرستان کې وخت په وخت ډرون بريدونه هم کيږي چې ځايي خلک یی تور د پاکستان په پوځ لګوي او پکې اکثره ځايي خلکو ته مرګژوبله اوړي.
جنوبي او شمالي وزيرستان د پاکستان زياتې ناامنه سيمې بلل کيږي چرته چې د پاکستان پوځ او امنيتي ادارو له تیرو شا وخوا دوه لسيزو راپدېخوا د وسلوالو پر ضد عمليات روان کړي دي خو ځايي خلک وايي وسلوال وس هم هلته شته.
د پاکستان پوځ په ۲۰۲۱ کې په وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم ستر اپریشن وکړ چې ورسره تر يو وخته وسله وال له هغو سيمو وتښتیدل خو له ۲۰۱۲م راپديخوا یو وار بيا هلته وسله والو سر راپورته کړی دی او وخت په وخت د پاکستان پوځ، پوليس او د سرکاري چارواکو ترڅنګ ولسي وګړي هم په نښه کوي.
په قبايلي سيمو کې د روانې نا امنۍ پر ضد خلکو وخت په وخت احتجاجونه هم کړي دي.