د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ چارواکو د څلور نورو کلیو خلکو ته خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړې ده


په باجوړ کې د پوځي عملیاتو له کبله په لسګونهزرګونه کسان بې کوره شوي ول. پخوانی انځور
په باجوړ کې د پوځي عملیاتو له کبله په لسګونهزرګونه کسان بې کوره شوي ول. پخوانی انځور

د باجوړ چارواکیو د لوی ماموند د څلورو نورو کلیو اوسېدونکو ته خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړې ده.

د باجوړ مرستیال کېمشنر د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر فېسبوک پاڼه ليکلي چې د لوی ماموند د دواوګۍ، خوړچۍ، اېراب او لرزګۍ بې کوره شوي کسان کورونو ته ستنېدلای شي.

بیان خلکو ته ډاډ ورکړی چې په کلیو کې يې د امنیت وضع ښه شوې ده او دعوه کوي چې سيمه له وسلوالو پاکه شوې ده.

له ماموندو بې کوره شوي وايي له مرستو بې برخې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:34 0:00

بیان زیاتوي چې خلک کورونو ته ستنېدای شي او ریاست به يې د خونديتوب لپاره ګامونه پورته کوي. البته د کمېشنر دفتر د هغو کلیو خلکو ته د انتظار ويلي چې لا له وسلوالو پاک شوي نه دي.

په باجوړ کې د جولای پر ۲۹مه د پاکستان پوځ د وسلوالو ضد عملیات پیل کړي ول چې له کبله يې د شاوخوا ۴۰ کلیو اوسېدونکي کورونو پرېښدو ته اړ شوي ول.

تر دې وړاندې هم حکومت د ځینو نورو کلیو خلکو ته د ستنېدو اجازه ورکړې وه.

د سیمې د مشرانو په وینا، هغه مهال حکومت رسماٌ د ۲۴ کلیو خلکو ته ویلي وو چې خپله سیمه دې پرېږدي او د شپږو نورو کلیو خلک هم بیا د جنګ له وېرې خوندي سیمو ته کډه شوي ول.

اوس د باجوړ د انتظامیې د چارواکو په وینا تراوسه د ۱۵ کلیو خلکو ته ویل شوي دي چې سیمه یې له وسلوالو پاکه شوې او هغوی کولای شي بیرته خپلو کورونو ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG