د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم شهباز شریف له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره ولیدل


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر له ولسمشر ټرمپ سره تر ملاقات وړاندې - د سېپټېمبر ۲۵مې انځور
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر له ولسمشر ټرمپ سره تر ملاقات وړاندې - د سېپټېمبر ۲۵مې انځور

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د هغه هیواد د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې کتلي دي.

د پاکستان سرکاري راډیو پر خپلې ووبپاڼې لیکلې دي چې د سېپټېمبر پر ۲۵مه په دې لیدنه کې د واشنګټن او اسلام اباد ترمینځ په مهمو چارو خبرې وشوې. پاکستان وايي شهباز شریف باور څرګند کړی دی چې د ډانلډ ټرمپ په مشرۍ کې به د دواړو هیوادونو ترمینځ د متقابلو ګټو لپاره همکاري لا نوره پیاوړې شي.

راډیو پاکستان لیکي چې د پاکستان وزیراعظم په دې ملاقات کې د امریکا کمپنیو ته بلنه ورکړه چې په پاکستان کې د کرهڼې، معلوماتي ټېکنالوژۍ، کانونو او مېنرالونو او د انرژۍ په څانګو کې پانګه اچونه وکړي.

دي ټیلیګراف ان لاین رسنۍ لیکي چې د پاکستان له وزیراعظم او د پوځ له مشر سره ترلیدو وړاندې ډانلد ټرمپ رسنیو ته ویلي ول چې هغه اووه جنګونه په سوله بدل کړي دي او اوس د پاکستان وزیراعظم او د پوځ مشر راراوان دي. هغه وویل د پاکستان د پوځ مشر یو مهم کس دی او همدا رنګه وزیراعظم هم.

همدا رنګه د پاکستان د سرکاري راډیو د ووبپاڼې په حواله وزیراعظم شهباز شریف په نړۍ کې د جنګونو د ختمولو او د سولې د راوستلو لپاره د امریکا د ولسمشر هڅې ستایلې دي او هغه یې د "سولې د شخصیت" په نامه یاد کړی دی.

اسوشيېتېډ پریس لیکي چې شهباز شریف د هغو اتو عربي یا اسلامي هیوادونو د مشرانو په لیسټ کې شامل وو چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د سږنۍ غونډې په حاشیه کې یې د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره وکتل.

اژانس وړاندې لیکي، له کله نه چې د هند او امریکې اړیکې مخ په سړېدو دي، د اسلام اباد او واشنګټن تعلقات مخ په ښه کېدو دي. اژانس لیکي، د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړي دوره کې مودي او ټرمپ ډېر سره نږدې معلومېدل خو اوس چې هند له روسیې په زیاته پیمانه او په رعایتي بیه تېل اخلي نو دې کار ټرمپ او مودي سره لرې کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر هند تجارتي تعارفې په بې ساري ډول زیاتې کړې دي. خو بل لوري ته د ۲۰۲۵ز کال په جولای کې پاکستان او امریکا په یو تجارتي تړون سلا شول. د دغه تړون له مخې تمه کېږي چې واشنګټن به د پاکستان د تېلو د زېرمو په پراختیا کې مرسته وکړي او په پاکستان به د امریکا لخوا ټیتې تعارفې ولګول شي.

XS
SM
MD
LG