د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وايي مخکې تر دې چې د اوکراین جګړه له پولو واوړي، د پوتین مخه باید ونیول شي


د اوکراین ولسمشر د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي - د سېپټېمبر ۲۴مې انځور
د اوکراین ولسمشر د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي - د سېپټېمبر ۲۴مې انځور

د اوکراین ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي له ملګروملتونو وغوښتل چې د اوکراین له پولو د جګړې د پراخیدو د مخنیوي لپاره دې د پوتین مخه ونیسي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۴مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال دغه څرګندونې وکړې. هغه د روسیې پر ولسمشر ولاديمیر پوتین تورې پورې کړ چې غواړي په اوکراین کې د کریملین جګړه" د دې هیواد له پولو نورو سیمو ته وغځوي.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دغه جګړه ودروي ترڅو د ویجاړوونکو وسلو د سیالۍ مخه ونیول شي.

زېلېنسکي چې هیواد یې د ۲۰۲۲ز کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې د روسیې د بشپړ یرغل په وړاندې درېدلی، ملګرو ملتونو ته د وینا پر مهال یې خبرداری ورکړ چې د ډرون الوتکو او ټېکنالوژۍ کارولو د جګړې میدان ته یوه نوې بڼه بخښلې ده.

د اوکراین ولسمشر خبرداری ورکړ چې "وسلې زموږ د ځان د دفاع د وړتیا په پرتله په چټکۍ وده کوي." نوموړي زیاته کړه چې اړتیا ده چې جګړه سمدستي ودرول شي.

زیلینسکي دا وینا یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل چې اوکراین کولی شي د خپلو اروپایي متحدینو په مرسته له روسیې څخه خپله ټوله خاوره بیرته ترلاسه کړي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د دغو انتقادونو په غبرګون کې ادعا وکړه چې "د اوکراین د جګړې د سوله ییزې حل لارې د موندلو لپاره دوه اړخیزه لیوالتیا شته. "

خو هغه د مسکو پر دې اړتیا ټینګار وکړ چې "د اوکراین د جګړې اصلي لاملونه دې له منځه یووړل شي."

XS
SM
MD
LG