د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې د عوامي نېشنل ګوند يو ځايي مشر وژل شوی دی


میر اعظم د اې اېن پي د باجوړ د خار تحصيل مرستیال مشر دی.
میر اعظم د اې اېن پي د باجوړ د خار تحصيل مرستیال مشر دی.

په باجوړ کې پوليس وايي چې نامعلومو وسلوالو د سېپټېمبر پر ۲۱مه نېټه د عوامي نېشنل پارټۍ يو ځايي مشر وژلی دی.

د ګوند د باجوړ جنرل سيکرېټري عبيد سالارزي مشال رېډيو ته وويل چې ميراعظم نن (سېپټېمبر ۲۱مه) د تاڼې سم په سيمه کې پر موټرسايکل خپل کور ته روان وو چې په خزانې موړ کې نامعلومو وسلوالو په ډزو وواژه.

د باجوړ پوليسو وياند محمد اسرار هم له مشال رېډيو سره په خبرو کې د میراعظم د وژنې د پېښې پخلی کړی دی. نوموړي ويلي چې د ناڅرګنده وسلوالو ضد يې مقدمه درج کړې او پلټنې يې پیل کړي. دي. لا هم د نوموړي د وژنې زمه واري چا نه ده منلې.

بلخوا د عوامي نېشنل پارټۍ مشرانو د هغه د وژنې غندنه کړې ده او پوښتنه يې راپورته کړې ده چې اخر ولې په وار وار د اې اېن پي غړي په نښه کېږي.؟

د ګوند مرکزي جنرال سېکټري میا افتخار حسين او د خيبر پښتونخوا جنرال سېکرېټري شاه حسين د اې اېن پي پر رسمي فېسبوک پاڼه د سېپټېمبر پر ۲۱مه بیان خپور کړی او ويلي يې دي چې میراعظم له هېچا سره شخصي دښمني نه لرله او د دوی په وینا، بې ګناه وژل شوی دی.

په بیان کې ويل شوي چې له دې پېښې سره پوښتنه راپورته کېږي چې اخر ریاست څه پیغام ورکول غواړي؟ اخر ولې په وار وار د عوامي نېشنل ګوند مشران او غړي په نښه کېږي؟ ایا د امن خبره کول جرم دی؟ ایا د پښتنو د حقونو او وسایلو خبره کول ګناه ده؟

دوی زیاته کړې چې د میراعظم د وژنې پېښه د پوليسو تاڼې سره نېزدې شوې او دا د پوليسو ذمه واري ده چې ثبوتونه راغونډ او قاتلان د انصاف عدالت ته وړاندې کړي.

بیان زیاتوي چې مشرتابه به د دې پېښې په اړه سلا مشوره کوي او د راتلونکې کړنلاري به ټاکي.

تر دې وړاندې په باجوړ او د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې د عوامي نېشنل ګوند په سلګونو غړي او مشران وژل شوي دي. د دې ګوند مشرانو په وار ويلي چې پر ترهګرۍ ضد جګړې او وسلوالو د تنقيد له وجې په نښه کېږي.

په دې نېزدې وروستیو کې د ګوند یو فعاله ځايي مخکښ او لیکوال مولانا خانزېب وژل شوی وو چې د وژنې پر ضد يې پراخې مظاهرې شوې وې. خو لا يې هم ته قاتلان معلوم شوي او نه هم نيول شوي دي. د هغه د وژنې ذمه واري هم چا نه وه منلې.

دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو د جولای پر ۲۹مه د باجوړ په لویو ماموندو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد ورځني عملیات پیل کړل چې له وجې یې لسګونه کورنیو خپلې مېنې پرېښودې او یوشمېر ګوندونو، فعالانو او ځايي اوسېدونکو د پوځي کاروایۍ مخالفت وکړ.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د باجوړ په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG