پولیس او ځايي اوسېدونکي وايي په لکي مروت کې د پولیسو او ځايي خلکو ترمینځ د اخ و ډب پر مهال یو تن وژل شوی او درې ژوبل دی.
دا پېښه د سېپټېمبر پر ۱۹مه داسې مهال رامینځ ته شوې ده چې د پولیو د واکسینو یوه ډله د پولیسو په بدرګه کور په کور ګرځېده او ماشومانو ته یې د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول. په پېښه کې وژل شوی تن یو ځايي اوسېدونکی او په ژوبلو کې دوه د پولیسو سرتېري او یو ولسي کس ښوول کېږي.
د لکي مروت یو ځايي خبریال شاکر بېټني د سېپټېمبر په ۲۰مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې تېره ورځ د پولیو ډله او د پولیسو سرتېري بېټني سیمې ته ورغلل چېرته چې یوې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکو ورکولو نه انکار کاوه. هغه وايي پولیسو او د پولیو ډلې هڅه کوله هغه کورنۍ رضا کړي.
شاکر بېټنی وايي، د یادې کورنۍ دریځ دا دی چې پولیسو د هغوی ماشومانو ته په زوره واکسین ورکړل او پر دې مهال د کورنۍ یو ځوان پر پولیسو ډزې وکړې او په ځواب کې بیا د پولیسو په ډزو کې هم دغه ځوان ووژل شو.
خو د لکي مروت پولیسو مشر ډي پي او نذیز خان د سېپټېمبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې د مذاکراتو پر مهال د کورنۍ یو تن پر پولیسو ډزې وکړې چې د پولیسو دوه سرتېري یې ژوبل کړل او په ډزو کې د هماغه ځوان پلار هم ژوبل شو. نوموړي زیاته کړې چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.
شاکر بېټني ویلي چې د پېښې وروسته پولیسو په یادې کورنۍ د ترهګرۍ مقدمه درج کړې وه او د سیمې اوسېدونکو مړی د احتجاج په توګه پر سړک ایښی وو او د پولیسو خلاف يې د اېف ای ار درج کولو غوښتنه کوله.
بېټنی وايي بیا وروسته د پولیسو او د کورنۍ ترمینځ مذاکرات وشول چې په نتیجه کې یې پولیسو د یادې کورنۍ پر ضد د ترهګرۍ مقدمه ختمه کړه او د وژل شوي ځوان په بدل کې یې هغې کورنۍ ته دوه لکه روپۍ هم ورکړلې.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، په پاکستان کې سږ کال د پولیو ۲۶ پېښې ثبت شوې دي چې ۱۸ د خیبر پښتونخوا ، شپږ د سیند او یو یو د پنجاب او د ګلګت - بلتستان دي