د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې پر چټک انټرنېټ محدودیت لګولی


د افغانستان په لوګر ولایت کې د ټیلیفوني شبکې یوه ستنه - د ارشیف انځور
د افغانستان په لوګر ولایت کې د ټیلیفوني شبکې یوه ستنه - د ارشیف انځور

راپورونه وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ۱۰ ولایتونو کې په نوري فایبر (چټک انټرنېټ) بندېز لګولی دی.

بېلا بېلو کورنیو رسنیو د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو او انټرنېتي شرکتونو په حواله خپلو راپورونو کې دا ۱۰ ولایتونه بلخ، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، کندهار، هرات، ارزګان، نیمروز او ننګرهار یاد کړي دي چې د نوري فایبر انټرنېټي خدمتونه په کې بند شوي دي.

د مشال راډیو افغان څانګې (ازادۍ راډیو) د سېپټېمبر پر ۱۷مه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د هغه له مرستیال حمدالله فطرت سره اړیکه ونیوله چې په دې موضوع د هغوی نظر معلوم کړي خو هغوی له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

خو تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت یوې باخبرې سرچیني ازادۍ راډيو ته ویلي وو چې دا پرېکړه د دوی د مشر ملا هبت الله سره په کندهار کې د بېلا بېلو ولایتونو د والیانو په یوه ناسته کې شوې ده او د کابل په ګډون په نورو ولایتونو کې به هم عملي کېږي.

سرچینې دا هم وویل چې په کابل کې یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې تر څو د دغه اقدام په بدیل کار وکړي. د سرچینې په وینا د طالبانو مشر دا پرېکړه "له منکراتو نه د مخنیوي" په هدف کړې ده.

مخکې د بلخ د والي ویاند هم ازادۍ راډیو ته همدا خبره کړې وه چې دا اقدام "له منکراتو نه د مخنیوي" په هدف شوی، خو دوی په دې اړه جزییات نه دي ورکړي.


د افغانستان په کابل کې یو انټرنېټ کلب - د ارشیف انځور
د افغانستان په کابل کې یو انټرنېټ کلب - د ارشیف انځور

نوري فایبر کیبلي انټرنېټ دی چې افغانستان له پینځو ګاونډیو هېوادونو سره نښلوي او د راپورونو پر بنسټ د افغانستان ۲۶ ولایتونو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

د بشري حقونو او د رسنیو او خبریالانو ځینو ملاتړو بنسټونو د طالبانو دا پرېکړه غندلې او دا یې "بې ساری سانسور او د دوی د ظالمانه کړنو او جرایمو د پټولو هڅه" بللې ده.

XS
SM
MD
LG