د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن به متحده عرب امارات له عمان سره لوبه کوي


هندي لوبغاړي د پاکستان لوبغاړې په سوځولو خوښالي کوي.
هندي لوبغاړي د پاکستان لوبغاړې په سوځولو خوښالي کوي.

په متحده عرب اماراتو کې د کرکټ روان اسیا جام په لړ کې د سېپټمبر پر ۱۵مه متحده عرب امارات له عمان سره لوبه کوي.

د اتو هېوادونو ترمینځ د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام دا اوومه لوبه د دوبۍ په نړيوال مېدان کې ترسره کېږي.

لوبه د کابل پر وخت د مازیګر څلور نيمې او د پېښور پر وخت د مازیګر پر پینځه بجې پیلېږي.

تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر ۱۴مه د کرکټ اسیا جام سياليو په لړ کې هند پاکستان ته په اوو ویکټونو ماتې ورکړه.

پاکستان لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۲۷ منډې وکړې. په ځواب کې هند د درې لوبغاړو په سوځېدو دا هدف په ۱۶م اوور کې پوره کړ.

دا لومړی وار وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېري مې میاشتې له نښتو وروسته د کرکټ لوبه وشوه. په لوبه کې ګڼې داسې پېښې وشوې چې لوبه او کرکټ یې تر سیوري لاندې راوستل.

د هند د کرکټ ملي لوبغاړو له لوبې مخکې او وروسته پاکستاني لوبغاړو ته له لاس ورکولو ډډه وکړه.

د هندوستان د کرکټ د ملي ټيم کپټان سوریاکمار یادوف د خپل دغه کار ننګه وکړه او ویې ویل دا کار یې د هندوستان د کرکټ د ادارې او د حکومت په همغږۍ کړی دی.

پاکستان وايي د کرکټ اتلانو جام سیالیو ته یې چمتووالی نیولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00

"زه فکر کوم ځینې مسایل په ژوند کې تر ورزشي روحیې ور پورته دي. موږ د پهلګام ترهګریز برید له ټولو قربانیانو سره ولاړ یو. موږ د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي ښيو. موږ دا بریا خپلو هغو زړورو سرتېرو ته ډالۍ کوو چې په سندور عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه. لکه څنګه چې هغوی موږ ټولو ته الهام راکوي موږ هم کله چې موقع راشي خپله پوره هڅه کوو چې هغوی ټولو ته الهام وبښو."

د هند د کرکټ لوبډلې په داسې حال کې له پاکستان سره لوبه وکړه چې په خپل هېواد کې له پاکستان سره د لوبې د بایکاټ ګڼ فشارونه ورباندې وو.

سږ مې میاشت د هند او پاکستان ترمنځ د ډرون بریدونو، توغندیو او هاوانونو په مټ خونړۍ نښتې وشوې چې لږ تر لږه ۷۰ کسان پکې ووژل شول. دا تر هغې وروسته وه چې د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسلوال بریدګرو لسګونه ولسي وګړي او پوځ په یوه تفریحي سیمه کې مړه او ټپیان کړل.

هندي پوځ د دغه برید تور په هغو وسلوالو ډلو واچاوه چې په خبره یې په پاکستان کې پټنځایونه لري او د پاکستاني پوځ او حکومت له ملاتړه برخمن دي. دا تور پاکستان رد کړی دی.

لا معلومه نه ده چې د کرکټ اسیايي او بیا نړیواله شورا په بیګانۍ لوبه کې د شویو پېښو په اړه څه پرېکړې کوي خو پاکستان وار له مخه ځینې اعتراضونه کړي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ د راپورونو له مخې د هند او پاکستان ترمنځ د لوبې په مرکزي ریفري عریضه کړې چې ګواکې د دواړو ټيمونو لوبډلمشران یې له لاس ورکولو منع کړي دي.

د پاکستان د کرکټ ملي روزونکي مایک هیسن هم وویل د هند د ټیم په پرېکړه باندې خواشینی شو. هغه زیاته کړه: «موږ د لوبې په پای کې چمتو وو چې د سیال ټیم د لوبغاړو سره لاس ورکړو خو خواشیني په دې شوو چې هغوی له دې کاره ډډه وکړه.»

د هندوستان او پاکستان د کرکټ د ملي ټیمونو لوبې تل له شور او هیجان ډکې وي او د دواړو ټیمونو سلګونه میلیونه پلویان له خپلو خپلو لوبډلو د بریاوو تمې لري.

کله کله داسې هم پېښ شوي چې د لوبې په بایللو سره د لوبغاړو پر ضد مظاهرې کېږي او خلک یې عکسونه سوځوي.

XS
SM
MD
LG