د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق النوري جومات یو وار بیل پرانیستل شو


د عراق النوري جومات یو وار بیل پرانیستل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:40 0:00

دا جومات چې ۸۰۰ کاله لرغونی تاریخ لري، د عراق په موصل ښار کې دی. په ۲۰۱۷ز کال کې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) په یو برید کې د جومات ودانۍ ته زیان ورسېد. خو اوس یې له ترمیم وروسته د عراق وزیراعظم یو وارې بیا پرانیسته وکړه. محمد شیعه السوداني د پرانیستې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د جومات منارې یو وارې بیا هسکې ولاړې دي کومې چې د ترهګرۍ پر وړاندې د بریا یوه لویه نخښه ده. د روټیرز، اسوشېټېډ پرېس او د اژانس فرانس پرېس له ویډیوګانو جوړ راپور وګورئ.

XS
SM
MD
LG